واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخوانیو سرتېرو د ملي ورځې په مراسمو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جګړې په اړه د خبرو پر مهال، طالبان شر اچوونکي او ترهګر بللي دي.

 

ټرمپ په خپله وینا کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یوه غړي کیسه بیان کړه، چې په افغانستان کې دوه ځله د بریدونو هدف ګرځېدلی و. هغه وویل، د امریکا د ځانګړو ځواکونو د زرغونو خولیو غړي، رایان هېنډریکسن په ۲۰۱۰م کال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې په یوه کلي کې پر چاودېدونکو توکو پښه ایښې وه.

 

د ټرمپ په وینا، هېنډریکسن له دې پېښې وروسته ۲۷ جراحي عملیات او دوه ځله د زړه د درېدلو تجربه تېره کړې وه، خو ډاکترانو په پای کې د هغه ژوند او پښه وژغورل.

 

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې هېنډریکسن ۱۸ میاشتې وروسته بېرته افغانستان ته ستون شو او هغه مهال چې د ده ډله د یوه بل کلي په چاڼولو بوخته وه، د ترهګرو له لوري سختو ډزو د هغه د ډلې دوه غړي پر ځمکه وغورځول او دښمن ورنږدې کېده.

 

د ټرمپ په وینا، که څه هم هېنډریکسن ته امر شوی و چې مخته ولاړ نه شي، خو هغه د طالبانو د ځواکونو پر لور ورمنډه کړه او د جګړې منځ ته ورننوت.

 

ټرمپ وویل: “دا ځل یې هم پښه په مرمۍ ولګېده؛ هغه مهال چې یې د هغو سرتېرو د ژغورلو لپاره زړور اقدام کاوه، چې د طالبانو د شرورې ډلې په منګولو کې د مرګ له ګواښ سره مخ وو.”

 

دا د امریکا سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له بېرته ستنېدو راهیسې د طالبانو په اړه د هغه له تندو څرګندونو څخه یوه ده. ټرمپ تر دې مخکې هم څو ځله د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ناسم مدیریت له امله سخت غندلی و.

 

هغه ویلي وو چې امریکا باید د بګرام هوايي اډه نه وای پرېښې او خپل پوځي تجهیزات یې باید هلته نه وای پرېښي. ټرمپ ان له طالبانو غوښتي وو چې د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته وسپاري، خو طالبانو د هغه غوښتنه رد کړې وه.