مسکو (شال نیوز) : د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د افغانستان وضعیت د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو له‌خوا له نږدې څارل کېږي او د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.

 

پوتین د نومبر ۱۱مه په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په سرمشریزه کې د خبرو پر مهال ویلي، د دغه سازمان غړي هېوادونه د خپلو بهرنیو پولو د امنیت ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه کوي او د افغانستان وضعیت هم د همدې امنیتي همکاریو په چوکاټ کې څاري.

 

هغه زیاته کړې چې د غړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ، افراطیت، نشه‌یي توکو د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې ګډې هڅې پیاوړې شوې دي. د نوموړي په وینا، د سیمې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د سازمان د غړو هېوادونو همغږي او همکاري مهمه ده.

 

د روسیې ولسمشر ویلي، د افغانستان وضعیت یوازې د دغه هېواد کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د منځنۍ اسیا او د سیمې د نورو هېوادونو پر امنیت هم اغېز لرلای شي. له همدې امله د سازمان غړي هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د پولو د امنیت، استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د امنیتي همکاریو کچه لوړه کړي.

 

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان له مهمو امنیتي اندېښنو څخه یوه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې وضعیت دی. تاجکستان له افغانستان سره شاوخوا ۱۳۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري او د دغه هېواد چارواکو په تېرو میاشتو کې څو ځله د پولې په اوږدو کې د امنیتي پېښو او د وسله‌والو ډلو د احتمالي فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

 

د راپورونو له مخې، دغه سازمان د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د امنیت پیاوړتیا لپاره پنځه کلن پروګرام هم پیل کړی چې له مخې به یې تاجکستان ته پوځي تجهیزات، وسلې او د سرحدي څارنې تخنیکي امکانات برابر شي. د دې پروګرام په عملي کولو کې روسیه او د سازمان نور غړي هېوادونه ونډه لري.

 

تر دې وړاندې هم د دغه سازمان چارواکو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو، د نشه‌یي توکو د قاچاق او د ترهګرۍ د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

 

د یادونې ده چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د روسیې، بېلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په ګډون شپږ غړي لري. دغه سازمان د خپلو غړو هېوادونو د ګډ امنیت او دفاع په برخه کې فعالیت کوي.

 

بل لور ته، د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي او د ګاونډیو هېوادونو د امنیت په اړه اندېښنې د دوی په وینا د منلو وړ نه دي.