انتالیا (شال نیوز) : د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ترکیې په انتالیا ښار کې د اقلیمي بدلون نړیوالې غونډې ته ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان خلکو د خپلو کورونو پر بامونو د لمریزو تختو په لګولو سره د برېښنا د پیداوار صلاحیت نږدې ۲۲ زره مېګاواټه زیات کړی دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، شهباز شریف د نومبر په ۱۱مه د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ۳۱مه نړیواله غونډه کې د پاکې انرژۍ په اړه یوې ځانګړې ناستې ته وویل چې په پاکستان کې د لمریزې برېښنا پراختیا تر ډېره د عامو خلکو د هڅو نتیجه ده.
نوموړي وویل، خلکو د برېښنا د لوړو بیو او د ارزانه انرژۍ د اړتیا له امله په خپلو کورونو او کاروباري ځایونو کې لمریزې تختې لګولې دي. شهباز شریف دا بدلون د پاکستان د انرژۍ په برخه کې یو مهم پرمختګ وباله او ویې ویل چې د لمریزې برېښنا استعمال په چټکۍ سره زیاتېږي.
د پاکستان وزیراعظم د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د هېواد د برېښنا او انرژۍ په مجموعي نظام کې د پاکې انرژۍ برخه نږدې ۵۵ سلنې ته رسېدلې ده.
هغه د چشمه پنځم اټومي برېښناکوټ یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د دې منصوبې له بشپړېدو وروسته به د پاکستان د برېښنا په نظام کې ۱۲۰۰ مېګاواټه نوره برېښنا شامله شي.
شهباز شریف وویل چې پاکستان تر ۲۰۳۰ کال پورې غواړي د نویو موټرو ۳۰ سلنه برېښنايي وي. د نوموړي په وینا، حکومت به د دې هدف لپاره د مالیو او محصولاتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه چې په روان کال کې په پاکستان کې له هرو لسو پلورل شوو موټرسایکلونو څخه له یوه زیات برېښنايي و. د پاکستان وزیراعظم وویل چې د پاکې انرژۍ د پراختیا لپاره یوازې د خلکو هڅې کافي نه دي، بلکې د برېښنا د لېږد د نظام پراخول، د برېښنا د ذخیره کولو اسانتیاوې او نوې ټیکنالوجي هم ضروري ده.
نوموړي وویل چې پاکستان تر ۲۰۳۵ کال پورې د داسې برېښنا د منصوبو لپاره چې چاپېریال لږ ککړوي، شاوخوا ۱۳۸ اربه ډالرو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د سکرو پر ځای د لمریزې برېښنا د استعمال لپاره به نور ۵۰ اربه ډالر هم پکار وي.
شهباز شریف وویل چې د پورونو له ستونزو سره مخ هېوادونه نه شي کولای د پاکې انرژۍ د پراختیا ټول مالي لګښتونه په یوازې ځان پوره کړي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پرمختیايي هېوادونو ته په اسانه شرطونو مالي مرستې او ارزانه ټیکنالوجي برابره کړي.
د پاکستان وزیراعظم د هغې نړیوالې موافقې ملاتړ هم وکړ چې هدف یې تر ۲۰۳۵ کال پورې د نړۍ د انرژۍ په مجموعي استعمال کې د برېښنا برخه ۳۵ سلنې ته رسول دي.
د ترکیې په انتالیا ښار کې د اقلیمي بدلون دې نړیوالې غونډې ته د نږدې ۲۰۰ هېوادونو استازي ورغلي دي. د غونډې مهم بحثونه د نړۍ د تودوخې زیاتوالی، د ککړتیا کمول، د پاکې انرژۍ پراختیا او له اقلیمي بدلون څخه اغېزمنو هېوادونو سره مالي مرستې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش غونډې ته ویلي چې نړۍ باید د تېلو، ګازو او سکرو پر ځای د پاکې انرژۍ استعمال زیات کړي. د پاکستان وزیراعظم د غونډې ترڅنګ د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د کوېټ له وزیراعظم، د بنګله دېش له وزیراعظم او د فلسطین له وزیراعظم محمد مصطفی سره هم لیدلي دي.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر وايي، په دغو لیدنو کې د دوه اړخیزو اړیکو، تجارت، انرژۍ، سیمه ییز امنیت او نړیوالو حالاتو په اړه خبرې شوې دي. پاکستان په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو، غیرمعمولي ګرمۍ، د غرونو د واورو د ویلې کېدو او نورو اقلیمي بدلونونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.
د پاکستان د اقلیمي بدلون وزیر مصدق ملک د غونډې پر مهال ویلي چې پاکستان د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د چاپېریال په ککړتیا کې یې برخه کمه ده، خو د اقلیمي بدلون له زیانونو سره ډېر مخ دی.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د غرونو د واورو د ویلې کېدو، سېلابونو او نورو طبیعي خطرونو د مخنیوي لپاره له پاکستان سره علمي، تخنیکي او مالي همکاري زیاته کړي. پاکستاني چارواکي وايي، د اقلیمي بدلون د زیانونو کمولو لپاره نړیوالې مرستې او د پاکې انرژۍ پراختیا دواړه ضروري دي.


شال نیوز