نوښار (شال نیوز) : د نوښار ضلعې په نظام پور سیمه کې په یوه ورځ د غلا او وسله والې لوټمارۍ دوه پېښې شوې دي چې پکې له دوو ځوانانو موټرسایکلونه، له یوه موبایل ټیلیفون او له څلور لکه روپیو زیاتې نغدې پیسې وړل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د نظام پور په مندوري کلي کې د یاسین خان نوی ۱۲۵ هونډا موټرسایکل د هغه د کور له مخې غلا شوی دی. په یوه بله پېښه کې درېیو وسله والو غلو د خیراباد ـ نظام پور پر سړک د جبي په سیمه کې د ورځې په رڼا کې مدثر خالد محمود په وسله ودرولی او تلاشي یې اخیستې ده.
د راپور له مخې، وسله والو له مدثر خالد محمود څخه نوی ۱۲۵ هونډا موټرسایکل، قیمتي موبایل ټیلیفون او له څلور لکه روپیو زیاتې نغدې پیسې اخیستې او له سیمې تښتېدلي دي. مدثر خالد محمود د یوې استخباراتي ادارې د کارکوونکي زوی ښودل شوی دی.
د دواړو پېښو په اړه د نظام پور تاڼې اړوند د صابراباد پولیسو پوستې ته د رپورټ درج کولو لپاره لیکلي درخواستونه ورکړل شوي دي. تر اوسه د دغو پېښو په تړاو د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی او د پولیسو د پلټنو په اړه نور معلومات هم نه دي ترلاسه شوي.


ندیم مشواني