نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د نظام پور په پیران بالا سیمه کې یوه ۲۶ کلنه پېغله د غیرت په نوم د وژنې په یوه مشکوکه پېښه کې وژل شوې ده.

 

پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د سلمینې په نوم د یوې ۲۶ کلنې پېغلې مړی د شپې ناوخته په سیمه کې موندل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، وژل شوې سلمینه د نور خاد شاه لور وه، چې مړی یې د پوسټ مارټم لپاره د نوښار قاضي حسین احمد میډیکل کمپلېکس ته وړل شوی و.

 

پولیس وايي، د پوسټ مارټم تر ترسره کېدو وروسته د وژل شوې پېغلې د پلار په مدعیت کې د نظام پور په تاڼه کې د نامعلومو کسانو پر ضد د قتل مقدمه درج شوې او پلټنې روانې دي.

 

د پېښې تر شا د غیرت په نوم د وژنې شک څرګند شوی، خو پولیسو تر اوسه د قتل اصلي لامل او په پېښه کې د ککړو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په تېرو دریو میاشتو کې دا په نوښار ضلعه کې پنځمه ښځه ده چې د غیرت په نوم د وژنې په پېښو کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

پولیس وايي، د دې ډول پېښو په مقدمو کې د مدعیانو د نه دلچسپۍ او له پولیسو سره د پوره همکارۍ د نشتوالي له امله پلټنې له ستونزو سره مخ کېږي او په ډېرو مقدمو کې پرمختګ نه کېږي. تر اوسه په دې تازه پېښه کې د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.