واڼا (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کوز سویلي وزیرستان ضلعې په تويي خوله تحصیل کې نامعلومو وسله والو د چهارشنبې په ماسپښین پر پوځي قلعه او پولیس سټېشن برید کړی چې وروسته امنیتي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې دي.

 

د سیمې سرچینو شال نیوز ته ویلي چې وسله والو د تويي خوله قلعه او پولیس سټېشن په نښه کړي او له برید وروسته د دواړو خواوو ترمنځ ډزې شوې دي.

 

د وانا د ضلعي پولیس افسر (ډي پي او) د دفتر یوې سرچینې شال نیوز ته تایید کړې چې په تويي خوله کې پر امنیتي پوستو برید شوی، خو د برید د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په برید کې د کوم کس د وژل کېدو یا ژوبلېدو راپور نه دی ترلاسه شوی. خو دا لا نه ده څرګنده چې برید څومره وخت روان و، وسله والو له کوم لوري ډزې کړې دي او ایا امنیتي ځواکونو ته کوم مالي زیان رسېدلی دی.

 

تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې په برید کې څومره وسله والو برخه اخیستې وه او ایا هغوی له سیمې وتلي او که نه. د تويي خوله تحصیل د جنوبي وزیرستان له هغو سیمو څخه دی چې د امنیتي وضعیت له امله پکې د وسله والو د فعالیتونو او امنیتي ځواکونو د عملیاتو راپورونه وخت په وخت خپرېږي.

 

په وروستیو ورځو کې د جنوبي وزیرستان او د خېبر پښتونخوا د نورو قبایلي ضلعو له بېلابېلو سیمو څخه هم پر امنیتي پوستو د بریدونو او د وسله والو پر ضد د عملیاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

 

تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د تويي خوله د برید ذمه واري نه ده منلې. د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا هم د پېښې په اړه تفصیلي رسمي بیان نه دی خپور شوی.

 

شال نیوز هڅه کوي چې د برید د څرنګوالي، د ډزو د دوام او د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.