بلخ (شال نیوز) : د بلخ پخواني والي او د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر، عطامحمد نور ویلي چې د خپل ژوند او تېرو څه باندې څلورو لسیزو فعالیتونو په اړه یې یو کتاب لیکلی چې له چاپ وروسته به د خلکو لاسرسي ته وړاندې شي.

 

نور نن چهارشنبه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره کړې لیکنه کې ویلي چې د کتاب تر چاپ پورې به د خپلو خاطرو، تجربو او فعالیتونو ځینې برخې په تدریجي ډول له خلکو سره شریکې کړي.

 

هغه له خلکو غوښتي چې له لاسته راوړنو یې ګټه واخلي، له تېروتنو یې زده‌کړه وکړي او د ده پر کړنو دې په عادلانه توګه نیوکې وکړي.

 

عطامحمد نور په خپله لیکنه کې زیاته کړې: “زما له لاسته راوړنو ګټه واخلئ، له تېروتنو مې پند واخلئ او کړنې مې په انصاف سره وارزوئ. زه نه یوازې ستاسو له نیوکو او رغنده انتقادونو نه خپه کېږم، بلکې په خلاص مټ یې هرکلی کوم او پرې خوښېږم.”

 

نوموړي د ځان پر وړاندې د ځینو مهمو نیوکو په اړه هم غبرګون ښودلی او له منتقدانو یې غوښتي چې خپلې نیوکې او استدلالونه د قلم او منطق له لارې وړاندې کړي.

 

د جمعیت اسلامي ګوند د نور څانګې مشر ویلي چې د صلاح‌الدین رباني او احمد مسعود درناوی کوي او دواړه ورته د خپلو دوو سترګو په څېر ګران دي. هغه زیاته کړې چې له یادو کسانو سره هېڅ ډول مخالفت نه لري، خو په ورته وخت کې به د هېچا تر امر او فرمان لاندې هم قرار ونه نیسي.

 

نور د طالبانو د حکومت پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت په اړه هم ویلي چې د مستبدانه واکمنۍ پر وړاندې د مقاومت اصل او د خلکو مشروع حق د استبداد پر ضد مبارزه تاییدوي.

 

خو نوموړي څرګنده کړې چې د مقاومت د لارو چارو، ستراتیژۍ، شرایطو او د مبارزې د پرمخ وړلو د څرنګوالي په اړه ځینې ملاحظات لري چې په وینا یې، مخکې یې په روښانه توګه بیان کړي دي.

 

د یادونې ده چې عطامحمد نور یوه ورځ مخکې د لومړي ځل لپاره د خپلو خاطرو د کتاب ځینې برخې له خلکو سره شریکې کړې دي. تر دې وړاندې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د خلکو مشر محمد محقق هم د خپل ژوند او سیاسي مبارزې په اړه د "زما برخلیک؛ د مبارزې ستونزمنه لار" تر سرلیک لاندې کتاب لیکلی و.

 

نور د پخواني جمهوري نظام پر مهال د بلخ والي و او د افغانستان په سیاسي ډګر کې له پېژندل شویو څېرو څخه ګڼل کېږي. هغه د جمعیت اسلامي ګوند له مهمو مشرانو څخه دی او له ۲۰۰۴م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې یې د بلخ ولایت د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.