کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني د چهارشنبې په ورځ د غزني، پکتیکا، پکتیا او میدان‌وردګ ولایتونو له یو شمېر اوسېدونکو او مسوولانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د هر هغه اقدام مخه باید په جدي توګه ونیول شي چې د نظام اعتبار او د خلکو باور ته زیان رسوي.

 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، حقاني په دې لیدنه کې له اړوندو مسوولانو غوښتي چې د خپلو ورسپارل شویو صلاحیتونو په چوکاټ کې فعالیت وکړي او له خپلو قانوني او اداري واکونو دې نه اوړي. هغه ټینګار کړی چې هېڅ مسوول باید په هغو چارو کې لاسوهنه ونه کړي چې د ده له رسمي دندو او مسوولیتونو سره تړاو نه لري.

 

نوموړي د بیت‌المال ساتنه هم د طالبانو د حکومت د مسوولانو له مهمو لومړیتوبونو بللې او سپارښتنه یې کړې چې له عامه شتمنیو او دولتي امکاناتو څخه باید په سمه توګه ګټه واخیستل شي او د شخصي موخو لپاره د هغو د کارولو مخه ونیول شي.

 

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې حقاني د دې سفر پر مهال د خلکو ستونزې او غوښتنې هم اورېدلې او د سیمه‌ییزو ادارو د فعالیتونو او د ولایتونو د امنیتي او اداري وضعیت په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.

 

د یاد سفر په ترڅ کې نوموړي په پکتیکا کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو او امنیتي مسوولانو سره هم لیدلي او د بیارغونې، ملي پرمختګ او د حکومت او خلکو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا یې خبرې کړې دي.

 

هغه ویلي چې د جګړې او وینې تویېدنې پړاو پای ته رسېدلی او اوس باید د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره ګډ کار وشي. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې حقاني په وروستیو کې څو ځله د طالبانو د حکومت د مسوولانو پر کړنو نیوکې کړې او د هغوی د چلند، دندو او ولس سره د تعامل پر څرنګوالي یې ټینګار کړی دی.

 

نوموړي د نومبر په شپږمه په غزني کې هم ویلي وو چې د طالبانو د ادارې د ځینو مسوولانو کړنې لا هم د شریعت له معیارونو سره بشپړې برابرې نه دي او ټینګار یې کړی و چې د ټولنې د اصلاح لپاره باید چارواکي لومړی خپل چلند اصلاح کړي.

 

حقاني په دې وروستیو څرګندونو کې یوځل بیا د اداري مسوولیتونو د سم ترسره کولو، د عامه شتمنیو د ساتنې او د خلکو د باور د ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګار کړی، خو د وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د هغو مشخصو اقداماتو یا سرغړونو یادونه نه ده شوې چې د ده په وینا د نظام اعتبار ته زیان رسوي.