کابل (شال نیوز) : د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال ادعا وکړه چې یوه ورځ به افغانان د نړۍ د ژغورنې او نجات لامل شي او په وینا یې، هغه مهال به هېڅ ځواک د افغانانو د دښمنۍ جرئت ونهکړي.
عنایتالله شجاع دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پروان ولایت په یوه ولسي غونډه کې کړې او ده افغانان مظلوم وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به افغانان په نړیواله کچه مهم رول ولوبوي.
شجاع له کورنیو وغوښتل چې خپل اولادونه زدهکړو ته وهڅوي او د علم او پوهې په برخه کې ورته زمینه برابره کړي څو افغان ځوانان وکولای شي په بېلابېلو علمي، تخنیکي او نورو برخو کې له نړیوالو سره سیالي وکړي.
په همدې غونډه کې د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس محمد اجان رهبر وویل، د ده په وینا، د پوځي ډګر له بریاوو وروسته اوس د فکري جګړې هڅې روانې دي او ځینې کړۍ هڅه کوي چې ځوانان بېلارې کړي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د ده په خبره، د مخالفینو تر تبلیغاتو اغېزمن نهشي او په دې برخه کې هوښیار واوسي.
بلخوا، د پروان لپاره د طالبانو والي عزیزالرحمان منصور ادعا وکړه چې کفار په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې اسلامي نظام نهشي زغملی او په بېلابېلو نومونو هڅه کوي چې په هېواد کې ستونزې او خنډونه رامنځته کړي.
د طالبانو چارواکو په داسې حال کې د زدهکړو، فکري جګړې او نړیوال رول په اړه څرګندونې کړې چې افغانستان له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی. د افغانستان د پرمختګ لپاره د زدهکړو، مسلکي مهارتونو، علمي څېړنو او د ځوانانو د کاري فرصتونو برابرول د مهمو اړتیاوو په توګه مطرح دي.


شال نیوز