کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخواني استازي، میرویس یاسیني په پاکستان کې له یو شمېر چارواکو سره د خپلو خپرو شویو عکسونو په اړه غبرګون ښودلی او هغه تورونه یې رد کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې لګېدلي دي.
په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د میرویس یاسیني یو شمېر عکسونه خپاره شوي چې نوموړی په پاکستان کې له ځینو چارواکو سره لیدل کېږي. د دغو عکسونو له خپرېدو وروسته ځینو کاروونکو پرې نیوکې کړې او نوموړی یې د پاکستان جاسوس بللی دی.
خو یاسیني په خپل وضاحتي پیغام کې ویلي، یاد عکسونه د پېژندل شوي ژورنالیست، هارون رشید د زوی د خوښۍ په مراسمو کې اخیستل شوي او د یوه افغان ګډون د خپل دوست په خوښۍ کې نه جرم دی او نه هم د شرم خبره.
نوموړي د خپلو منتقدانو د نیوکو په غبرګون کې لیکلي، د یو څو عکسونو پر بنسټ د چا د کلونو خدمتونو، مبارزې او ټولنیز اعتبار په اړه قضاوت کول له انصاف او سالم منطق څخه لرې دي.
یاسیني زیاته کړې چې د خپل ژوند یوه مهمه برخه یې د هېواد پرمختګ، د ځوانانو زدهکړو، کارموندنې او د خلکو د حقونو ملاتړ ته ځانګړې کړې او تل یې له قومي، ژبني، سمتي او سیاسي توپیر پرته د افغان ځوانانو د پرمختګ لپاره هڅې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د انسان شخصیت باید د هغه د خدمتونو، کړنو او کردار له مخې وارزول شي، نه د شخصي عقدو، تعصب او سیاسي مخالفتونو له مخې د لګول شویو تورونو پر بنسټ.
میرویس یاسیني په پای کې له خلکو غوښتي چې د شخصیتونو د سپکاوي پر ځای دې د هغوی خدمتونه وارزوي او د بېاساسه تورونو پر ځای دې خپل دلیلونه وړاندې کړي.


شال نیوز