مسکو (شال نیوز) : د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د ملي خبرو اترو له لارې د افغانستان د قضیې د سوله‌ییز او سیاسي حل ملاتړ کوي. سراج‌الدین مهرالدین دا څرګندونې پرون په مسکو کې د ټولیز امنیت په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

 

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان مسئلې ته دې خپل پام نه کموي. هغه زیاته کړې، تاجیکستان باثباته او سوله‌ییز افغانستان د منځنۍ اسیا د امنیت د ټینګښت لپاره تر ټولو مهم شرط ګڼي.

 

د مهرالدین په وینا، د افغانستان ثبات په سیمه‌ییزه کچه د اقتصادي، ټرانسپورټي او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره هم اړین دی. نوموړي همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نویو امنیتي ننګونو او ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره همغږي اقدامات وکړي.

 

تاجیکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره محدودې اړیکې لري او تر اوسه یې د دې ډلې هېڅ ډیپلومات نه دی منلی. په دوشنبه کې د افغانستان سفارت لا هم د تېر جمهوري نظام د ډیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دی.

 

خو د طالبانو چارواکي وخت ناوخت تاجیکستان ته سفرونه کوي او له تاجیکستاني چارواکو سره لیدنې لري، چې دا اړیکې تر ډېره په ټیټه کچه ترسره کېږي.