کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح ویلي چې پاکستان د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان لپاره هم کورنی او هم بهرنی امنیتي ګواښ و او د طالبانو زرګونه وسله‌وال له پاکستان سره اړیکې لرلې.

 

صالح د نومبر په ۱۱مه پر خپله اېکس‌پاڼه د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته په اشارې ویلي، طالبان نه شي کولای له پاکستانۍ استخباراتي ادارې (آی‌ایس‌آی) سره خپلې اړیکې پټې کړي، ځکه د ده په خبره، همدې ادارې طالبان رامنځته کړي دي.

 

صالح وویل:

 

“طالبانو ته وایم، تاسو نه شئ کولای له استخباراتي ادارې (آی‌ایس‌آی) سره خپله اړیکه پټه یا انکار کړئ؛ هغوی تاسو رامنځته کړي یاست. پاکستان ته وایم، د تېرو کړنو په اړه د خواشینۍ څرګندول او په عام محضر کې بخښنه غوښتل به د افغانانو د خواخوږۍ په ترلاسه کولو کې ډېر اغېز ولري.”

 

امرالله صالح ویلي چې د افغانستان په امنیتي سکټور کې د دندو د ترسره کولو پر مهال یې د کورنیو او بهرنیو ګواښونو د ارزونې فرصت درلود او د ده په وینا، د طالبانو لسګونه زره وسله‌وال چې په چاودنو او نورو خونړیو بریدونو کې ښکېل وو، له پاکستان سره یې د روزنې، درملنې، استراحت، ژمي تېرولو او د کورنیو د اوسېدو په برخو کې اړیکې درلودې.

 

نوموړي وویل، د جمهوري نظام پر مهال زرګونه طالبان په افغانستان کې نیول شوي او زنداني شوي وو، خو له پاکستان سره یې اړیکې موجودې وې.

 

صالح د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو اختلافاتو په اړه د اسلام‌اباد تګلاره مبهمه بللې او پوښتنه یې کړې چې پاکستان ولې شل کاله وړاندې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او تحریک طالبان افغانستان (ټي ټي اې) ترمنځ توپیر او بېلتون رامنځته نه کړ، په داسې حال کې چې دواړه ډلې هغه مهال هم فعالې وې؟

 

نوموړي په پای کې ویلي، افغانان حق لري چې د پاکستان د پخوانیو سیاستونو او د افغانانو پر وړاندې د ترسره شویو تاوتریخوالو په اړه روښانه ځوابونه ترلاسه کړي.