کابل (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال، الکسي اورچوک به د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي. د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې اترې بلل شوې دي.

 

کابل ته د روسي پلاوي سفر د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د لارو چارو د ارزونې په موخه ترسره کېږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه سفر پر مهال به د دواړو لورو چارواکي د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، د پانګونې پر فرصتونو او د ګډو اقتصادي پروژو د پیل پر امکاناتو خبرې وکړي.

 

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف هم کابل ته د الکسي اورچوک په مشرۍ د یوه لوړپوړي روسي پلاوي د سفر خبر ورکړی و. کابلوف افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو یې خبرې کړې وې.

 

په دغه لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه هم خبرې شوې وې. روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی.

 

مسکو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې له طالبانو سره خپلې سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري مرستې پراخې کړې او د دواړو لورو چارواکو څو ځله د همکاریو د پراختیا په موخه لیدنې کړې دي.

 

کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال دغه سفر د مسکو او طالبانو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او سوداګریزو همکاریو د زیاتولو د هڅو په دوام کې ترسره کېږي.