هرات (شال نیوز) : د هرات لپاره د طالبانو والي، نور احمد اسلامجار ادعا کوي چې د افغانستان رسنیو اوس حریت او خپلواکي ترلاسه کړې او خبرونه په شفاف ډول خلکو ته رسېږي؛ خو په ورته وخت کې د رسنیو د ازادۍ نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د سانسور، د خبریالانو د نیولو، ګواښلو او محدودیتونو د زیاتېدو راپورونه ورکوي.
اسلامجار د سېشنبې په ورځ په یوه غږیز پیغام کې چې د هرات د رسنیو دفتر له لوري خپور شوی، ویلي چې د افغانستان رسنۍ اوس خپلواکې دي او خلک د ده په وینا، د دروغجنو رسنیو او واقعیتونو ترمنځ توپیر کولای شي.
نوموړي زیاته کړې: “اوس خبرونه په واضح او شفاف ډول تر ملت پورې رسېږي» او د رسنیو خاوندان یې د وطن واقعي بچیان بللي دي.”
خو د طالبانو د والي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د رسنیو د ازادۍ نړیوال بنسټ، بېپولې خبریالانو سازمان، د ۲۰۲۶م کال د رسنیو د ازادۍ د محدودوونکو په نوملړ کې د طالبانو د مشر ملاهبتالله اخندزاده نوم هم شامل کړی دی.
دغه سازمان د نومبر په دویمه خپور کړي نوملړ کې ۳۳ کسان او بنسټونه د رسنیو د ازادۍ د محدودوونکو په توګه معرفي کړي او هبتالله اخندزاده یې د هغو سیاسي څېرو په ډله کې راوستی، چې د معلوماتو او خپلواکو رسنیو د فعالیت د محدودولو مسوول ګڼل شوي دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶م کال د رسنیو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای ورکړی دی. د دغه سازمان په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر ۷۴ ډېر د رسنیو کارکوونکي نیول شوي چې شپږ یې په ۲۰۲۶ کال کې نیول شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶م کال په ترڅ کې یو شمېر رسنۍ او راډیوګانې هم تړل شوې یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي. بلخوا، د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۴ لمریز کال په خپل کلني راپور کې ویلي، په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۲۰۷ پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې او د راپور د خپرېدو پر مهال پنځه کسان لا هم په بند کې وو.
د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، پر خبریالانو د فشار ترڅنګ د خپرونو محتوا هم تر څارنې او سانسور لاندې ده. ښځینه خبریالانې په ځانګړي ډول له محدودیتونو سره مخ دي او په ځینو خبري غونډو او کنفرانسونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د نومبر په څلورمه په یوه جلا څېړنیز راپور کې هم د طالبانو د استخباراتو د ۰۱۵ ریاست پر رول تمرکز کړی او ویلي یې دي چې د خبریالانو د څارنې، ګواښلو او خپلسرو نیونو لړۍ دوام لري.


شال نیوز