ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د تبلیغي جماعت د کسانو د وړونکي کوچ او موټرسایکل ترمنځ په ټکر کې درې کسان مړه شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ټول ۱۶ کسان اغېزمن شوي چې دوه ښځې او یو ماشوم هم پکې شامل دي. د ریسکیو ادارې ویلي، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته یې طبي ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او ژوبلو کسانو ته یې لومړنۍ طبي مرستې ورکړې دي.
وروسته ټول ۱۳ ژوبل کسان د نورې درملنې لپاره مفتي محمود روغتون ته رسول شوي او د دریو مړو کسانو جسدونه هم د ضروري قانوني کارروایۍ لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په ژوبلو کسانو کې ټیکه خان، سدیس، وحید ګل، میر خان، ارسله خان، غلام یاسین، فتح محمد، یوسف، ناظم شاه، مشرف، حیات شاه، سراج او ګلفام شامل دي.
تر اوسه د مړو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي. د پېښې د رامنځته کېدو علت هم لا نه دی معلوم شوی.


شال نیوز