سوات (شال نیوز) : د سوات ضلعې پولیسو د رحیم اباد تاڼې په حدودو کې د یوې مدرسې له کم عمره زده کوونکي سره د جنسي تېري په تور یو استاد نیولی او پر ضد یې مقدمه درج کړې ده.

 

د سوات پولیسو د معلوماتو له مخې، د نومبر په لسمه یو کم عمره ماشوم له خپل تره سره د رحیم اباد تاڼې ته ورغلی او شکایت یې کړی چې د مدرسې استاد، قاري عبدالرؤف، ورسره جنسي تېری کړی دی. پولیس وايي، تورن قاري عبدالرؤف د ظاهر شاه زوی او د اپر دیر اوسېدونکی دی.

 

د پولیسو د لومړني راپور له مخې، تورن استاد ماشوم د لوښو د وړلو په پلمه خپلې کوټې ته بیولی او هلته یې ورسره د جنسي تېري ادعا شوې ده. د سوات ضلعي پولیس افسر محمد عمر خان د شکایت له ترلاسه کېدو وروسته د پېښې د پلټنو او د تورن د نیولو امر کړی و.

 

د پولیسو په وینا، د رحیم اباد تاڼې ایس اېچ او زاهدالله له خپلې ډلې سره کارروایي کړې او تورن یې نیولی دی. پولیسو ویلي چې د نیول شوي کس پر ضد یې مقدمه درج کړې او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

 

تر اوسه د تورن کس دریځ نه دی څرګند شوی او نه هم محکمې پرې د جرم د ثابتېدو پرېکړه کړې ده.