واڼا (شال نیوز) : د کوز وزیرستان ضلعې په واڼا کې د کریکوټ روډ ډایورژن پر ضد روان احتجاج د سیمې د مشرانو او پولیسو ترمنځ له مذاکراتو وروسته ختم شوی دی. احتجاج کوونکو پولیسو ته د مسئلې د حل لپاره پنځه ورځې مهلت ورکړی او تړل شوې لاره یې د هر ډول ټریفک لپاره پرانستې ده.

 

د معلوماتو له مخې، د کریکوټ د سیمې مشرانو د سټي تاڼې له ایس اېچ او صادق خان سره مذاکرات کړي، چې پکې د روډ ډایورژن د مسئلې پر حل خبرې شوې دي. د مذاکراتو پر مهال ایس اېچ او صادق خان د مسئلې د حل او د ډایورژن د کار د پیل لپاره پنځه ورځې مهلت غوښتی دی.

 

د پولیسو له دې ډاډ وروسته احتجاج کوونکو پرېکړه کړې چې خپل احتجاج به د نومبر تر ۱۶مې پورې ځنډوي او تر هغه وخته به انتظامیې ته د مسئلې د حل موقع ورکوي. احتجاج کوونکو ویلي چې هیله لري اړوند چارواکي به په ټاکلې موده کې خپله ژمنه پوره کړي او د کریکوټ روډ ډایورژن پخوانۍ مسئله به حل کړي.

 

د مذاکراتو له کامیابېدو وروسته احتجاج ختم شوی او لاره د هر ډول ګاډو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانستل شوې ده. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ډایورژن د کار لپاره کوم عملي ګامونه ټاکل شوي او که د نومبر تر ۱۶مې مسئله حل نه شوه، احتجاج کوونکي به څه پرېکړه کوي.