ملاکنډ (شال نیوز) : د ملاکنډ پوهنتون د سینیټ، سنډیکیټ او اکاډمیک کونسل د بېلابېلو څوکیو لپاره انتخابات ترسره شوي، چې پکې د پوهنتون یو شمېر استادان کامیاب شوي دي. د پوهنتون د اعلان شوو نتیجو له مخې، انتخابات په ارامه او دوستانه فضا کې ترسره شوي دي.
د نتیجو له مخې، د پروفېسرانو له ډلې پروفېسر ډاکټر الطاف حسین اخون خېل او پروفېسر ډاکټر محمد نوید عمر کامیاب شوي دي. د ایسوسی اېټ پروفېسرانو له ډلې ډاکټر فیض علي، ډاکټر اکرام الله، ډاکټر علي حضرت او ډاکټر رضوان الله کامیاب شوي دي.
همدارنګه د اسسټنټ پروفېسرانو له ډلې ډاکټر خلیل الله، ډاکټر وسیم خان او ډاکټر نګار علي په خپلو څوکیو کامیابي ترلاسه کړې ده. د لېکچررانو له ډلې ډاکټر شاه زمان، ډاکټر اقبال امین، ساجد خان او خورشید عالم هم کامیاب اعلان شوي دي.
د ملاکنډ پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر محمد ادریس کامیابو استادانو ته مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې چې نوي منتخب شوي استازي به د پوهنتون د تعلیمي معیار په ښه کولو او د انتظامي چارو په پرمختګ کې خپل کردار ادا کړي.
سینیټ، سنډیکیټ او اکاډمیک کونسل د پوهنتون مهمې ادارې دي چې د تعلیمي پالیسۍ، انتظامي پرېکړو او علمي چارو په سمبالولو کې برخه لري.


محمد انس