واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان ضلعې ډپټي کمشنر مسرت زمان د نومبر په لسمه د ګورنمنټ های سکول واڼا دوره کړې او د سکول د تعلیمي چارو، صفایۍ، د استادانو او زده کوونکو د حاضرۍ او نورو سهولتونو جاج یې اخستی دی.
د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې، ډپټي کمشنر د سکول بېلابېلې برخې کتلي او له استادانو او انتظامیې څخه یې د تعلیمي نظام، درسونو او د زده کوونکو د ستونزو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
مسرت زمان د سکول استادانو او انتظامیې ته ویلي چې د تعلیم د معیار ښه کولو، د زده کوونکو د زده کړې د کچې لوړولو او په سکول کې د نظم او ضبط ساتلو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د استادانو او زده کوونکو باقاعده حاضري او د سکول صفایي دې یقيني کړل شي، څو د تعلیم لپاره مناسب ماحول برابر شي.
ډپټي کمشنر د خپلې دورې پر مهال په ګورنمنټ های سکول وانا کې د ۲۰۲۶ کال د لوبو او د زده کوونکو د استعدادونو کلنۍ مېله، سپورټس اینډ ټیلنټ فیسټا، هم پرانستې ده.
نوموړي ویلي چې د درسونو ترڅنګ لوبې او نور مثبت فعالیتونه د زده کوونکو د شخصیت په جوړولو کې مهم کردار لري. د هغه په وینا، د لوبو او داسې پروګرامونو له لارې په زده کوونکو کې پر ځان باور، نظم او ضبط، ګډ کار، د مقابلې جذبه او د مشرۍ صلاحیتونه پیاوړي کېږي.
د سکول انتظامیه وايي، د دې کلنۍ مېلې مقصد زده کوونکو ته د خپلو وړتیاوو د څرګندولو موقع ورکول او د تعلیم ترڅنګ په لوبو او نورو مثبتو فعالیتونو کې د هغوی دلچسپي زیاتول دي.


ظفر وزير