واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نټالي بېکر په پاکستان کې د امریکا د نوې سفیرې په توګه نومولې او د منظورۍ لپاره یې د هغې نوم سېنېټ ته لېږلی دی. سپینې ماڼۍ د نومبر په نهمه اعلان کړی چې ولسمشر ټرمپ نټالي بېکر په پاکستان کې د امریکا د سفیرې په توګه نومولې ده.

 

بېکر دا مهال په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د شارژدافېرې په توګه دنده ترسره کوي. نوموړې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې په پاکستان کې د امریکا د ډیپلوماتیک ماموریت مشري کوي.

 

نټالي بېکر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تجربه لرونکې ډیپلوماته ده. هغې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د مرستیالې مشرې په توګه کار پیل کړی و.

 

نوموړې تر دې وړاندې په قطر، لیبیا، کوېټ او متحده عربي اماراتو کې هم ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړې دي. بېکر د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د شمالي افریقا د چارو د دفتر مشره هم پاتې شوې ده.

 

هغې د امریکا له پرنسټن پوهنتون څخه زده کړې کړې او د هارورډ پوهنتون څخه یې د عامه پالیسۍ په برخه کې ماسټري ترلاسه کړې ده.

 

د امریکا د قانون له مخې، د سفیر د ټاکلو لپاره د ولسمشر له نومونې وروسته د سېنېټ منظوري ضروري ده. که سېنېټ د بېکر نومونه منظوره کړي، نو هغه به په پاکستان کې د امریکا د سفیرې په توګه دنده پیل کړي.

 

په پاکستان کې د امریکا پخواني سفیر ډونالډ بلوم د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې خپله دنده پای ته رسولې وه. له هغه وروسته په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د شارژدافېر په مشرۍ فعالیت کوي.