پېښور (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام (ف) صوبايي امیر سینیټر مولانا عطاء الرحمان ویلي، داسې ښکاري چې په خېبر پښتونخوا کې ایمرجنسي د ترهګرۍ د مخنیوي پر ځای د تجاوزاتو د ختمولو لپاره لګول شوې ده.

 

نوموړي په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت د بدامنۍ د مخنیوي او د وسله والو د لارې نیولو پر ځای عام خلک په نښه کوي او د تجاوزاتو د ختمولو په نوم یې خلکو ته د اربونو روپیو مالي زیان رسولی دی.

 

مولانا عطاء الرحمان وویل، جمعیت علمای اسلام له لومړۍ ورځې راهیسې په صوبه کې د ایمرجنسۍ او ګورنر راج مخالفت کړی او دواړه پرېکړې یې رد کړې دي. د هغه په وینا، په صوبه کې د امن پسند کاروباریانو پر ضد عملیات روان دي او د تجاوزاتو د ختمولو په نوم د خلکو په شخصي جایدادونو هم کارروایۍ شوې دي.

 

نوموړي تور ولګاوه چې حکومت په صوبه کې د امن د ټینګښت پر ځای د خلکو د تنګولو لپاره ایمرجنسي لګولې ده. مولانا عطاء الرحمان د پېښور د مفتي محمود مرکز په اړه وویل چې د دغه مرکز ټول قانوني اسناد ورسره موجود دي، خو بیا هم د تجاوزاتو د ختمولو په نوم د دوی د جومات د ړنګولو لپاره نقشه جوړه شوې ده.

 

هغه وویل: «داسې ښکاري چې حکومت پخپله له قانوني حدودو تېری کوي. که جرئت لري، نو مولانا دې ونیسي.»

 

د جمعیت علمای اسلام صوبايي امیر د خېبر پښتونخوا ګورنر ته خبرداری ورکړ چې له خپلې اوسنۍ تګلارې دې لاس واخلي او د عامو خلکو د تنګولو پر ځای دې په صوبه کې د امن د ټینګښت لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي.

 

نوموړي وویل، که دا لړۍ روانه وه، نو دوی به دا هم څرګنده کړي چې د ګورنر ورور چېرته او څنګه خپل فعالیتونه پر مخ وړي. مولانا عطاء الرحمان د پخوانۍ فاټا د بحالۍ موضوع هم راپورته کړه او له حکومته یې وغوښتل چې په دې اړه د قبایلي ولس رایه واخلي.

 

هغه وویل، حکومت ولې له قبایلي خلکو نه پوښتنه کوي چې هغوی ځانته صوبه غواړي او که د پخوانۍ فاټا بحالي؟ د نوموړي په وینا، د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه باید د همدغو سیمو د خلکو نظر واخیستل شي. د مولانا عطاء الرحمان د دغو تورونو په اړه د صوبايي حکومت او ګورنر دریځ تر اوسه نه دی څرګند شوی.