هرات (شال نیوز) : د افغانستان په هرات ولایت کې د اویسن فارما په نوم د دوا جوړولو فابریکې د پراختیا لپاره د ۳۰ میلیونه ډالرو په لګښت د درېیو نویو ودانیو د جوړولو کار پیل شوی دی.
د هرات د ولایت مقام د رسنیو دفتر د نومبر په لسمه ویلي چې دغه ودانۍ د هرات په صنعتي پارک کې پر درې زره مربع متره ځمکه جوړېږي او پنځه پوړونه به لري.
د چارواکو په وینا، په دې فابریکه کې د سېروم او پېچکاریو د تولید نوې برخه هم پرانستل شوې ده، چې هره ورځ د یو لک سېرومونو د تولید ظرفیت لري. د هرات د ولایت مقام وايي، نوې ودانۍ به په پرمختللو ماشینونو سمبالې شي، چې ورسره به د بېلابېلو دواګانو تولید زیات شي.
هرات د افغانستان د دوا جوړولو له مهمو صنعتي مرکزونو څخه دی او په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د دوا جوړولو پر فابریکو پانګونه زیاته شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د جون په ۲۴مه ویلي وو چې د هېواد د دوا او طبي وسایلو د تولید له ۲۲ فابریکو سره یې د تولید د زیاتولو او د دواګانو د کیفیت د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کورنیو دواګانو او طبي محصولاتو ونډه د هېواد په بازار کې له ۴۰ سلنې زیاته شوې ده. خو افغانستان لا هم د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره له بهرنیو هېوادونو دواګانې او طبي وسایل واردوي.
د افغانستان د خوړو او دوا ادارې ویلي چې د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې یې د پنځه زره او ۶۰۷ ډوله دواګانو او طبي محصولاتو د واردولو اجازه ورکړې وه. دغې ادارې په همدې میاشت کې د دوا جوړولو لپاره د اړتیا وړ ۲۹۲ ډوله خامو موادو د واردولو اجازه هم ورکړې وه.
د اویسن فارما فابریکې پراختیا په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان هڅه کوي د دواګانو کورنی تولید زیات او پر وارداتو خپله تکیه کمه کړي. خو د خامو موادو برابرول، د دواګانو د کیفیت ساتل او د نړیوالو معیارونو پوره کول لا هم د دغه صنعت له مهمو ستونزو څخه دي.


شال نیوز