کابل (شال نیوز) : د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان د څلورمې درجې سفر خبرداري په نوملړ کې شاملول بې‌بنسټه بللي او ادعا یې کړې چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو امنیت ته کوم ګواښ نشته.

 

څلورمه درجه د امریکا د سفر خبرداریو تر ټولو لوړه کچه ده چې له مخې یې د دغه هېواد حکومت خپلو وګړو ته سپارښتنه کوي چې د جدي امنیتي ګواښونو له امله اړوند هېواد ته سفر ونه کړي.

 

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، افغانستان ته هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو سیلانیان، ډیپلوماټان، خبریالان او سوداګر سفرونه کوي او د نوموړي په خبره، هغوی له کوم ځانګړي امنیتي ګواښ سره نه مخ کېږي.

 

هغه زیاته کړې چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د بهرنیو وګړو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اندېښنو لاملونه به هم وڅېړل شي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر خبرداری په څلورو کچو وېشي؛ لومړۍ درجه د عادي احتیاط، دویمه د زیات احتیاط، درېیمه د سفر په اړه د بیا غور کولو او څلورمه کچه د سفر نه کولو سپارښتنه ده.

 

امریکا افغانستان د ۲۲ نورو هېوادونو ترڅنګ د څلورمې درجې سفر خبرداري په نوملړ کې شامل کړی او له خپلو وګړو یې غوښتي چې د امنیتي خطرونو له امله دغو هېوادونو ته سفر ونه کړي.