کابل (شال نیوز) : د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د کچې لوړولو او له شته اقتصادي فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې پر لارو چارو بحث کړی دی.

 

متقي له روسیې سره د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ویلي یې دي چې حکومت یې له مسکو سره د اقتصادي همکاریو د پراخولو او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

 

نوموړي په دې لیدنه کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د مبارزې یادونه هم کړې او ټینګار یې کړی چې دوی د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامداره مبارزې ته ژمن دي.

 

ورته مهال، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نشه‌یي توکو پر وړاندې د طالبانو هڅې ستایلې او د دې مبارزې په اړه یې د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه د واقعیتونو خلاف بللي دي. د یادونې وړ ده چې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې په تېرو کلونو کې پراخې شوې دي.

 

روسیه د ۲۰۲۵م کال د جولای په درېیمه د طالبانو حکومت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت وپېژاند او په دې توګه یې په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې دا ګام یې پورته کړ.

 

مسکو هغه مهال هم ویلي وو چې له افغانستان سره به د امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، نشه‌یي توکو، سوداګرۍ، انرژۍ، کرنې او ترانسپورټ په برخو کې همکاري پراخه کړي. د سوداګرۍ په برخه کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه لوړه شوې ده.

 

د روسیې د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره شوې او په ۲۰۲۵م کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۳۲۶ میلیون ډالرو ته رسېدلی و.

 

روسیه افغانستان ته د غنمو، اوړو، تېلو، ګازو او نورو توکو له مهمو عرضه کوونکو څخه ده، په داسې حال کې چې افغانستان روسیې ته ممیز، زردالو، پنبه، منرالونه او ځینې نور محصولات صادروي.

 

بلخوا، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه د کابل او مسکو ترمنځ د امنیتي همکاریو له مهمو موضوعاتو څخه ده. روسیې په بېلابېلو څرګندونو کې د طالبانو د حکومت د نشه‌یي توکو ضد اقدامات ستایلي او له افغانستان سره یې د امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.