اسلام اباد (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام (ف) د اسلام اباد امیر مفتي اویس عزیز نیول شوی دی. نوموړی د اسلام اباد له ۲۶ نمبر سیمې نیول شوی دی. ویل کېږي چې هغه د سایبري جرمونو د تحقیقاتو ادارې نیولی دی.
په ترنول کې د یوې جلسې په تړاو د سنګجاني تاڼې کې هم د نوموړي خلاف مقدمه درج شوې ده. د جمعیت علمای اسلام مرکزي ترجمان اسلم غوري د مفتي اویس عزیز نیول غندلي او له حکومته یې غوښتي چې سمدستي یې خوشې کړي.
اسلم غوري ویلي چې حکومت د سیاسي مخالفینو پر وړاندې له نامناسبو طریقو کار اخلي او د آئین او قانون احترام دې د جمعیت علمای اسلام کمزوري نه ګڼي. نوموړي ویلي چې ګوند به یې د خپلو مشرانو او کارکنانو پر وړاندې د حکومتي اقداماتو مقابله کوي.
د جمعیت علمای اسلام ترجمان له خپلو کارکنانو غوښتي چې په جذباتو دې نه راځي او د ګوند د مشرانو راتلونکي حکم ته دې انتظار وکړي. تر اوسه د مفتي اویس عزیز د نیولو د علت او پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه د اړوندو حکومتي ادارو رسمي دریځ نه دی څرګند شوی.


شال نیوز