کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان های کورټ د ټریفک پولیسو د سب انسپکټر حاجي عطاءالله د وژنې په مقدمه کې د پخواني صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالمجید اڅکزي د بري کېدو پرېکړه ختمه کړې او هغه ته یې د لس کاله سخت قید سزا اورولې ده.

 

د عدالت د پرېکړې له مخې، د بلوچستان های کورټ د جسټس محمد عامر نواز رانا او جسټس عبدالقیوم لهړي دوه کسیز بینچ د عبدالمجید اڅکزي د بري کېدو پر ضد د حکومت اپیل منظور کړی دی.

 

عدالت د ۲۰۲۰ کال د ستمبر د څلورمې نېټې هغه پرېکړه ختمه کړې چې له مخې یې عبدالمجید اڅکزی له مقدمې بري شوی و. های کورټ نوموړی د پاکستان د تعزیراتو د قانون د ۳۲۰مې دفعې له مخې مجرم ګرځولی او د لس کاله سخت قید ترڅنګ یې د وژل شوي پولیس افسر قانوني وارثانو ته د دیت د پیسو ورکولو حکم هم کړی دی.

 

عدالت د عبدالمجید اڅکزي د نیولو لپاره د ضمانت نه کېدونکي وارنټ جاري کولو هدایت کړی او امر یې کړی چې نوموړی دې سمدستي ونیول شي او د سزا تېرولو لپاره دې جېل ته ولېږل شي. عبدالمجید اڅکزی تر دې وړاندې په ضمانت خوشې شوی و.

 

د بلوچستان های کورټ دا پرېکړه د ټریفک پولیسو د سب انسپکټر حاجي عطاءالله د وژنې په مقدمه کې د حکومتي اپیل له اورېدو وروسته شوې ده.