لغمان (شال نیوز) : د افغانستان د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړتوب ختمه شوې ده.

 

د طالبانو د حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د نومبر په لسمه ویلي چې دغه دښمني د کورنیو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله پیل شوې وه او په تېرو کلونو کې پکې د دواړو خواوو دوه کسان وژل شوي وو.

 

د وزارت په وینا، د لغمان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د مسئولینو او قومي مشرانو په هڅو دواړه کورنۍ روغې جوړې ته حاضرې شوې.

 

د روغې جوړې په غونډه کې طالب چارواکو د سولې او یووالي پر اهمیت خبرې وکړې او له دواړو کورنیو یې وغوښتل چې خپل اختلافات د خبرو او جرګو له لارې حل کړي.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو کورنیو یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به یو بل ته زیان نه رسوي او پخوانۍ دښمني به نه تازه کوي. د غونډې په پای کې د دواړو کورنیو غړو د قومي مشرانو پرېکړه ومنله او یو بل ته یې غاړې ورکړې.