ابوظبۍ (شال نیوز) : ټاکل شوې ده چې د امریکا، روسیې او یوکراین استازي د نومبر په لسمه په ابوظبۍ کې د یوکراین د جګړې د ختمولو لپاره دوه ورځنۍ خبرې پیل کړي. د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې، دا به د روان کال له فرورۍ وروسته د دغو درېیو هېوادونو لومړۍ درې اړخیزه غونډه وي.

 

تمه ده چې په خبرو کې د جګړې د بندېدو، د یوکراین د امنیتي ضمانتونو، د ځمکو پر سر د اختلافاتو او د یورپ د امنیت په اړه بحث وشي. روسیه غواړي چې یوکرایني ځواکونه له هغو څلورو سیمو ووځي چې مسکو په ۲۰۲۲ کال کې له روسیې سره د یوځای کولو اعلان کړی و.

 

خو یوکراین د روسیې دا غوښتنه رد کړې او وايي چې د خپلې خاورې د پرېښودو پرېکړه نه شي منلی. د دغو خبرو هدف د جګړې د ختمولو لپاره د یوې ممکنه موافقې پر لارو چارو بحث کول دي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دواړه خواوې به پر کومو مهمو اختلافاتو موافقې ته ورسېږي.

 

د غونډې د عملي پیل رسمي تایید لا نه دی شوی.