کابل (شال نیوز) : د طالبانو حکومت وايي، د دولتي ځمکو د غصب د قضیو ځانګړي عدالت په نهو ولایتونو کې د څه باندې ۱۱۲ زره جریبه ځمکې په اړه ۱۵ مقدمې له خپل عدالتي ریکارډ څخه ایستلې دي.

 

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمیدالله فطرت د نومبر په لسمه ویلي چې دا پرېکړې په تېرو دریو کلونو کې د ځمکو د ملکیت د اسنادو له ارزونې وروسته شوې دي.

 

د فطرت په وینا، ځانګړي عدالت هغو کسانو ته چې د دغو ځمکو د ملکیت دعوې یې کولې، څو ځله د حاضرېدو او د اسنادو د وړاندې کولو بلنې ورکړې وې، خو هغوی عدالت ته حاضر نه شول.

 

نوموړی وايي، له دې وروسته عدالت د اړوندو مقدمو د عدالتي کارروایۍ د ختمولو او له ریکارډ څخه د ایستلو پرېکړه وکړه. د یادو ځمکو مقدمې د کندز، پروان، کندهار، غزني، ننګرهار، کاپیسا، ارزګان، غور او پنجشېر ولایتونو اړوند دي.

 

د طالبانو حکومت وايي، دا اقدامات د دولتي ځمکو د ملکیت د معلومولو او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره کېږي. خو دا نه ده څرګنده شوې چې د دغو مقدمو له ریکارډ څخه ایستل د ځمکو د ملکیت د شخړو وروستۍ فیصله هم ده او که نه. د ځمکو د ملکیت د دعوه کوونکو کسانو دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.