کابل (شال نیوز) : د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام پرمهال د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح ادعا کړې چې د کابل ښار په شاهشهید سیمه کې د افغان طالبانو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسلهوالو ترمنځ خونړۍ نښته شوې چې په پایله کې یې درې افغان طالبان وژل شوي او اووه نور کسان ټپیان شوي دي.
صالح د نومبر په ۱۰مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه نښته د نومبر په ۷مه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د شاهشهید سیمې په سیاهسنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، د تحریک طالبان پاکستان د وسلهوالو یوه ډله د طالبانو د استخباراتو په یوه محوطه کې مېشت وه، چې له خپلو افغان کوربهطالبانو سره یې شخړه کړې ده. هغه ویلي، په دې نښته کې لږ تر لږه ۴۰ پاکستاني طالبان له خپلو افغان متحدینو سره ښکېل شوي دي.
صالح زیاته کړې چې په پېښه کې اووه کسان ټپیان شوي او درې افغان طالبان وژل شوي دي. د هغه په خبره، ټپیان دا مهال د کابل په ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړي د روغتون د خپلو سرچینو په حواله د دوو ټپیانو نومونه هم یاد کړي او ویلي یې دي، چې عبدالغفور د پکتیا د ځاځي میدان ولسوالۍ او محمداجان د کابل د موسهي سیمې اوسېدونکی دی.
د صالح د معلوماتو له مخې، د پاکستاني طالبانو وسلهوالو تر نښتې وروسته د سیاهسنګ په محوطه کې د ساتونکو وسلې هم اخیستې او د شاهشهید سیمې کوڅو ته وتلي، خو د طالبانو د چټک غبرګون ځواکونو له لوري کلابند او نیول شوي دي.
امرالله صالح دغه پېښه د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د اړیکو په لیکو کې د اختلافاتو او بېباورۍ نښه بللې او ادعا یې کړې چې د دواړو ډلو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کول د پاکستان د استخباراتي ادارې د ستراتیژۍ برخه ده.
هغه ویلي، داسې ښکاري چې د پاکستان استخباراتي اداره لږ تر لږه په دې مورد کې خپلې موخې ته رسېدلې ده. د امرالله صالح ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي او طالبانو هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.


شال نیوز