کابل (شال نیوز) : د افغانستان د خپلواکۍ جبهې مشر، نوید احمد ابراهیمخېل د لومړي ځل لپاره په رسنیو کې راڅرګند شو او د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې یې د مبارزې د دوام او د خپلو فعالیتونو د پراخېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي تر دې وړاندې د امنیتي اندېښنو له امله د «احمدزي» مستعار نوم کاراوه، خو اوس یې په یوه ویډیويي پیغام کې خپل اصلي هویت څرګند کړی دی.
ابراهیمخېل بېګاه ناوخته د خپلواکۍ جبهې له لوري په خپره شوې ویډیو کې طالبان یوه ترهګره ډله او د ترهګرو ډلو ملاتړي بللي او د افغانستان له خلکو یې غوښتي چې د طالبانو د واکمنې ډلې پر وړاندې د مخالفو جبهو او سیاسي او نظامي ځواکونو ملاتړ وکړي.
نوموړي ادعا کړې چې د دې جبهې فعالیتونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پراخېدو په حال کې دي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د ازادۍ، ملي حاکمیت، عزت او خپلواکۍ لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د خپلواکۍ جبهې مشر ویلي چې دغه ډله د طالبانو پر وړاندې د مبارزې په لاره کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري او له رسنیو یې هم غوښتي چې د جبهې له مشرانو سره د مستقیمو اړیکو او مرکو لپاره زمینه برابره کړي.
د خپلواکۍ جبهې څرګندونې په داسې حال کې دي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر وړاندې د وسلهوالو مخالفو ډلو د فعالیتونو او بریدونو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.
د دغو ډلو په ډله کې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه، د جنرال یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهه، د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې او د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر پوځي څانګه شامل دي.
همدارنګه د ملي بسیج جبهې، د افغانستان د ازادۍ غورځنګ، د وطنساتونکو جبهې، د افغانستان جمهوري غوښتونکې جبهې او د ازادۍ او عدالت غورځنګ هم د طالبانو پر وړاندې د فعالیتونو او بریدونو ادعاوې کړې دي.
د 'لانګ وار ژورنال' د نومبر د دویمې نېټې د راپور له مخې، د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو د ۲۰۲۶م کال په اکټوبر میاشت کې د طالبانو پر پوستو او ځواکونو د ۸۲ بریدونو ادعا کړې چې د سپټمبر میاشتې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې چاودنې، کمینونه، راکټي او هاواني بریدونه او هدفي وژنې شاملې وې. د دغو جبهو د ادعاوو له مخې، په بریدونو کې ۱۲۲ طالبان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي؛ خو د مرګ ژوبلې دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د راپور له مخې، افغانستان متحدې جبهې د اکټوبر په میاشت کې د ۳۶ بریدونو، ملي مقاومت جبهې د ۱۱، د افغانستان د ازادۍ جبهې د ۱۰ او د زرغون بهیر پوځي څانګې د اتو بریدونو ادعا کړې ده.


شال نیوز