واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو په افغانستان، ویتنام او عراق کې په جګړو کې بریا نه ده ترلاسه کړې او په دغو جګړو کې یوازې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

 

د افغانستان جګړه چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف له خوا پیل شوه، شاوخوا ۲۰ کاله یې دوام وکړ او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه وه.

 

امریکا په دې جګړه کې د طالبانو لومړنی حکومت نسکور کړ او د نوي افغان حکومت او امنیتي ځواکونو په جوړولو کې یې پراخه پانګونه وکړه؛ خو له دوو لسیزو جګړې وروسته، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو له وتلو سره طالبان بېرته واک ته ورسېدل او د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ.

 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بیارغونې لپاره شاوخوا ۱۴۵ میلیارده ډالر او د جګړې لپاره ۸۳۷ میلیارده ډالر لګولي دي.

 

په دې جګړه کې ۲۴۴۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او تر ۲۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي. دغه راز لسګونه زره افغان امنیتي سرتېري او ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

 

له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه برابره شوه. وروسته د جو بایډن ادارې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ کړ.

 

ټرمپ د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هېګسېت د استیضاح کولو د هڅو په غبرګون کې پوښتنه کړې چې ولې د دغو درېیو جګړو د مدیریت مسوولان استیضاح شوي نه دي.

 

نوموړي ادعا کړې چې هېګسېت په وینزویلا کې بریالي پوځي عملیات ترسره کړي او دا مهال د ایران پر وړاندې په جګړه کې هم د بریا په حال کې دی. هغه همداراز ادعا کړې چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونه له منځه وړل شوي او امریکايي ځواکونو تر دې مهاله یوازې ۱۸ تلفات ورکړي دي.

 

بلخوا، د امریکا د استازو جرګې جمهوري‌پال غړی توماس مسي د هغو هڅو مشري کوي چې موخه یې د دفاع وزیر پیټ هېګسېت استیضاح ده. ټرمپ د دغو هڅو په غبرګون کې پر مسي نیوکه کړې او هغه یې بشپړ ناکام بللی دی.