کابل (شال نیوز) : د افغانستان د ښځو زړورتیا او د حقونو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه په نړیواله کچه وستایل شوه او د ۲۰۲۶م کال معتبره «چتم هاوس» جایزه د افغانستان ښځو ته د دوی د ډلهییز مقاومت په پار ورکړل شوه.
دغه جایزه د بنسټیزو حقونو، د نجونو د زدهکړو او د طالبانو د سختو ټولنیزو او جنسیتي محدودیتونو پر وړاندې د افغان ښځو د مبارزې او نه تسلیمېدو له امله دوی ته ځانګړې شوې ده.
د افغانستان د ښځو په استازیتوب، د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ ګول ساتونکې(ګولکېپره)، الهه صفدري، دغه جایزه د بریتانیا د پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم هاوس له مشرې، ترزا مې، څخه ترلاسه کړه.
چتم هاوس په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه جایزه د افغان ښځو د نه ستړې کېدونکو مبارزو درناوی دی؛ هغه ښځې چې په سختو شرایطو کې د هوډ، زړورتیا او مقاومت بېلګه ګرځېدلې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګول شوي، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو محرومې شوې او ښځې له ګڼو دولتي او خصوصي دندو، پوهنتونونو او نورو ټولنیزو فعالیتونو منع شوې دي.
سره له دې محدودیتونو، افغان ښځو په بېلابېلو لارو د خپلو حقونو، زدهکړو او ټولنیز ګډون لپاره مبارزې ته دوام ورکړی او د دوی مقاومت په نړیواله کچه د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو ادارو پام ځانته اړولی دی.


شال نیوز