کابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره یې د استوګنې، خوراک او ټرانسپورټ په ګډون د حج د بېلابېلو خدماتو برابرولو لپاره له یوې سعودي کمپنۍ سره معاهده لاسلیک کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه معاهده د سعودي عرب په جده ښار کې د حج د خدماتو د نړیوال کنفرانس او نندارتون پر مهال د «مناسک المشاعر» کمپنۍ له استازو سره لاسلیک شوې ده.
د افغان پلاوي مشري د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي کوله. په دې موقع په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج قونسل حاجي ملا عبدالباقي سجاد او نور چارواکي هم موجود وو.
د سعودي کمپنۍ له خوا د هغې اجرائیوي مشر محمد عدنان حمزه په معاهده لاسلیک کړی دی. د معاهدې له مخې، سعودي کمپنۍ به په مکه مکرمه، مدینه منوره، منیٰ، عرفات او مزدلفه کې د افغان حاجیانو لپاره د استوګنې ځایونه او خېمې برابروي.
کمپنۍ به حاجیانو ته د ورځې درې وخته خوراک ورکوي او د جدې، مکې مکرمې او مدینې منورې ترمنځ به د تګ راتګ لپاره د ټرانسپورټ انتظام هم کوي. د حج پر مهال د حاجیانو لپاره د نورو ضروري خدماتو برابرول هم د دې معاهدې برخه ده.
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت ویلي چې د معاهدې پر عملي کېدو او د خدماتو پر معیار به مسلسل څارنه کوي، څو سعودي کمپنۍ خپلې ذمه وارۍ په سمه توګه ترسره کړي.
د وزارت په وینا، هڅه به کوي چې افغان حاجیان د حج د مناسکو د ادا کولو پر مهال د استوګنې، خوراک او تګ راتګ له ستونزو سره مخ نه شي.
په جده کې د حج د خدماتو په نړیوال کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون کړی او د حاجیانو لپاره د اسانتیاوو د زیاتولو، د نوې ټیکنالوجۍ د استعمال او د حج د انتظاماتو د ښه کولو په لارو چارو یې خبرې کړې دي.
افغانستان هر کال زرګونه کسان د حج د ادا کولو لپاره سعودي عرب ته لېږي. د ۳۰ زره حاجیانو لپاره دا نوې معاهده د راتلونکي حج د انتظاماتو یوه برخه بلل شوې ده.


شال نیوز