کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، افغانستان د مالګې د کانونو د استخراج او په دې برخه کې د پانګونې له زیاتېدو سره د مالګې په تولید کې ځان بسیا شوی او اوس یې د تولید کلنی ظرفیت د کورني ضرورت څخه زیات دی.
خو د دغه وزارت، نورو حکومتي ادارو او نړیوالو سازمانونو خپرې شوې شمېرې د مالګې د تولید د ظرفیت، حقیقي استخراج او کلني استعمال ترمنځ څرګند توپیرونه ښيي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د مالګې د استخراج ۱۲ پروژې د شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالرو په پانګونه فعالیت کوي چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول یې نږدې پنځه زره او ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دغه پروژې په تخار، سمنګان، غور، فاریاب او هرات ولایتونو کې فعالیت کوي او د افغانستان د کورني بازار د ضرورت یوه برخه پوره کوي. د باختر خبري اژانس د اکتوبر په وروستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت له قوله راپور ورکړی و چې د افغانستان د مالګې د تولید کلنی ظرفیت شاوخوا ۵۰۰ زره ټنو ته رسېدلی دی.
د وزارت په وینا، افغانستان هر کال شاوخوا ۴۰۰ زره ټنه مالګې ته ضرورت لري او د تولید اوسنی ظرفیت یې له دې اندازې نږدې ۱۰۰ زره ټنه زیات دی. چارواکي وايي، دغه اضافي ظرفیت په راتلونکي کې نورو هېوادونو ته د مالګې د صادرولو لپاره هم استعمالېدای شي. خو د طالبانو د حکومت پخوانۍ شمېرې له دغو تازه معلوماتو سره توپیر لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۴۰۳ کال د پانګونې د موقعو په کتاب کې د افغانستان د مالګې کلنی ضرورت ۳۰۰ زره ټنه ښودل شوی و. له دې جملې ۱۶۰ زره ټنه د خوراک لپاره او ۱۴۰ زره ټنه د صنعت، زراعت او نورو برخو لپاره استعمالېږي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت هم مخکې ویلي وو چې په لسو ولایتونو کې د مالګې ۱۲ فعال کانونه هره میاشت شاوخوا ۲۸ زره ټنه مالګه استخراجوي. د دغو معلوماتو له مخې، د مالګې کلنی تولیدي ظرفیت ۳۴۴ زره ټنه او کورنی ضرورت ۳۰۰ زره ټنه ښودل شوی و.
بلخوا د امریکا د جیولوجیکل سروې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د ډبرینې مالګې حقیقي استخراج شاوخوا ۵۷ زره ټنه و.
دا شمېر د طالبانو د حکومت له اعلان شوي تولیدي ظرفیت څخه ډېر کم دی. خو د تولید ظرفیت او حقیقي استخراج یو شان نه دي او د دواړو ترمنځ توپیر باید په پام کې ونیول شي.
د نړیوال بانک د سوداګرۍ شمېرې هم ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته له نورو هېوادونو مالګه صادره شوې وه. د دغو معلوماتو له مخې، پاکستان افغانستان ته یو میلیون او ۲۶۶ زره کیلوګرامه، چین ۱۴۷ زره او لس کیلوګرامه او ترکیې ۱۰۰ زره او ۱۷۴ کیلوګرامه مالګه صادره کړې وه.
په دې تجارتي برخه کې افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو ټول ثبت شوي صادرات شاوخوا یو زر او ۵۹۵ ټنه وو. که څه هم دا اندازه د افغانستان د کلني ضرورت په پرتله کمه ده، خو ښيي چې د ځان بسیاینې اعلان په دې معنا نه دی چې افغانستان د مالګې ټول ډولونه له بهر څخه اخستل بند کړي دي.
د مالګې د تولید ترڅنګ د هغې د پاکوالي او معیار په اړه هم پوښتنې موجودې دي. بي بي سي د اکتوبر په درېیمه په یوه راپور کې ویلي وو چې ځینو افغان اخستونکو په کورنۍ مالګه کې د خاورې او شګو د موجودیت شکایتونه کړي دي.
په همدې راپور کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د ناپاکې مالګې د پلټنو په ترڅ کې یې د مالګې د تولید او بسته بندۍ ځینې وړې کارخانې تړلې دي.
د دې صنعت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د مالګې د تولید او پروسس له ۱۰۹ لویو او وړو کارخانو څخه یوازې لسو لویو کارخانو خپل تولیدي معیارونه له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له خصوصي سکټور سره په ګډه هڅه کوي چې د مالګې د پروسس معیاري کارخانې زیاتې کړي، د تولید کیفیت ښه کړي او د سیمې هېوادونو ته د صادراتو زمینه برابره کړي.
خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې افغانستان په یوه کال کې په حقیقي ډول څومره پاکه او د استعمال وړ مالګه تولیدوي او د کورني بازار څومره ضرورت له همدې تولید څخه پوره کېږي.
اقتصادي پلوه د مالګې د تولید د ظرفیت زیاتوالی د افغانستان لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېدای شي، خو د بشپړې ځان بسیاینې د معلومولو لپاره د حقیقي تولید، وارداتو، کیفیت او کورني استعمال کره او تازه شمېرې ضروري دي.


شال نیوز