شانګله (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په چکېسر سیمه کې د پولیسو یو کانسټېبل پر خپل موټرسایکل د اېښودل شوو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله وژل شوی دی.

 

د ډان ورځپاڼې د نومبر د لسمې د راپور له مخې، دا پېښه د نومبر په اتمه، د اتوار په ورځ هغه مهال شوې چې کانسټېبل قائموص خان له خپل کور څخه د مارتونګ پولیس سټېشن ته د ډیوټۍ لپاره روان و.

 

پولیس وايي، چاودېدونکي مواد د هغه پر موټرسایکل اېښودل شوي وو او د چاودنې له امله نوموړي په موقع ژوند له لاسه ورکړ. له پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړه او د برید د ذمه وارو کسانو د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې.

 

د وژل شوي کانسټېبل د جنازې لمونځ د چکېسر په پولیس سټېشن کې ادا شو، چې پکې د شانګلې ضلعي پولیس افسر اکرام الله، ایس پي هېډکوارټر محمد بشیر خان، د الپوري او بشام پولیس افسرانو، د چکېسر اسسټنټ کمشنر، تحصیلدار، د سیمې مشرانو او ګڼ شمېر پولیس اهلکارو ګډون وکړ.

 

وروسته د قائموص خان مړی د چکېسر په منګه کنډاو کلي کې په سرکاري اعزاز خاورو ته وسپارل شو. د پولیسو یوې ډلې د هغه قبر ته سلامي وړاندې کړه او لوړپوړو پولیس افسرانو پرې د ګلونو ګېډۍ کېښودې.

د شانګلې ضلعي پولیس افسر اکرام الله د وژل شوي کانسټېبل له کورنۍ سره هم لیدلي او غمرازي یې ورسره کړې ده.

 

نوموړي ویلي چې د قائموص خان د وژنې ذمه وار کسان به قانون ته وړاندې کوي او پولیس به یې له کورنۍ سره هر ډول ممکنه مرسته کوي. پولیس وايي، د پېښې پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې د چاودنې په تړاو د کوم کس د نیولو خبر نه دی ورکړی.