کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان حکومت په ۱۷ نورو ضلعو کې د یوریا سرې پر خرڅلاو او اخستلو لګېدلی بندیز په ځینو شرطونو لرې کړی دی.
د بلوچستان د زراعت محکمې د نوټیفیکېشن له مخې، په دغو ضلعو کې کوټه، پښین، خضدار، قلات، پنجګور، خاران، لورالايي، قلعه سیف الله، بارکان، ډېره بګټي، سبي، کچي، جعفراباد، صحبت پور، استا محمد، جھل مګسي او حب شامل دي.
د بلوچستان حکومت د اګست په میاشت کې د امنیتي اندېښنو له امله د یوریا سرې پر خرڅلاو بندیز لګولی و. چارواکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې دغه سره د چاودېدونکو موادو په جوړولو کې هم استعمالېدای شي.
د بندیز له امله بزګران د خپلو فصلونو لپاره د سرې په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ شوي وو. په ځینو سیمو کې بزګرانو او د سرې کاروباریانو د بندیز پر ضد احتجاجونه هم کړي وو.
د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، د یوریا سرې کاروباریان به د سرې د اخستلو او خرڅلاو مکمل ریکارډ ساتي او د اړتیا پر وخت به یې اړوندو چارواکو ته وړاندې کوي. همداراز ضلعي انتظامیې او قانون نافذوونکو ادارو ته د سرې د زېرمو، خرڅلاو او لېږد د څارنې ذمه واري سپارل شوې ده.
حکومت ویلي چې د بندیز لرې کېدو سره سره به د یوریا سرې پر کاروبار څارنه دوام لري، څو د دې سرې د غیرقانوني استعمال مخه ونیول شي.


نعيم اچکزئي