پیرس (شال نیوز) : د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو، جي اووه، د بهرنیو چارو وزیرانو په پیرس کې د ایران او یوکراین د جګړو، د یورپ د امنیت او د نړیوالو سیاسي اختلافاتو د هواري په اړه خبرې پیل کړې دي.

 

د راپورونو له مخې، د غونډې په مهمو موضوعاتو کې د روسیې او یوکراین ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره روانې سفارتي هڅې، د ایران په اړه پوځي کړکېچ او د دغو شخړو د پراخېدو د مخنیوي لارې شاملې دي.

 

اروپايي هېوادونه غواړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته خپلې اندېښنې وړاندې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د نړیوالو شخړو د هواري په پرېکړو کې به د دوی نظرونو ته هم پام کېږي.

 

د یوکراین په اړه د اروپايي هېوادونو دریځ دا دی چې له روسیې سره هر ډول احتمالي تړون باید د یوکراین خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت خوندي کړي. اروپايي چارواکي په دې هم ټینګار کوي چې د یوکراین د راتلونکي په اړه باید د دغه هېواد له ګډون پرته پرېکړه ونه شي.

 

ټاکل شوې ده چې د نومبر په لسمه او یوولسمه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د امریکا په منځګړتوب د روسیې او یوکراین ترمنځ خبرې وشي. تمه کېږي چې د پیرس په غونډه کې به اروپايي وزیران د دغو خبرو په اړه له امریکايي لوري سره خپل نظرونه شریک کړي.

 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د یورپ د امنیت په اړه هره پرېکړه باید د اروپايي هېوادونو په ګډون وشي. د نوموړي د څرګندونو له مخې، د روسیې او یوکراین جګړه یوازې د دغو دوو هېوادونو مسئله نه ده، بلکې د ټول یورپ پر امنیت اغېز لري.

 

د ایران موضوع هم د غونډې د بحثونو مهمه برخه ده. اروپايي هېوادونه اندېښنه لري چې د ایران په اړه د پوځي جګړې پراخېدل به د منځني ختیځ امنیت، نړیوالې سوداګرۍ او د تېلو پر بازارونو نور اغېز وکړي.

 

دوی غواړي چې د ایران په اړه اختلافات د سفارتي خبرو له لارې حل شي او د نوې پوځي جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي. د جي اووه هېوادونو په ډله کې امریکا، برېتانیا، فرانس، جرمني، ایټالیا، جاپان او کاناډا شامل دي. د یورپي اتحادیې استازي هم د دې ډلې په غونډو کې ګډون کوي.

 

تر اوسه د دغو خبرو د پایلو، د یوکراین په اړه د کوم نوي تړون او د ایران د کړکېچ د هواري لپاره د ګډې پرېکړې تفصیل نه دی اعلان شوی.