پېښور (شال نیوز) : د پېښور انسټیټیوټ آف کارډیالوجي په انتظام د زړه د ناروغیو په اړه لومړۍ نړیواله تحقیقاتي غونډه شوې، چې پکې د پاکستان، برتانیې، هند او یو شمېر نورو هېوادونو د زړه د ناروغیو ماهرینو، ډاکټرانو او څېړونکو برخه اخیستې ده.
دغه غونډه د نومبر په نهمه د پېښور انسټیټیوټ آف کارډیالوجي د تحقیقاتو څانګې د نړیوالو تحقیقاتي ادارو په مرسته جوړه کړې وه. د غونډې بنيادي موضوع په هغو هېوادونو کې د زړه د ناروغیو په اړه د تحقیقاتو پراخول او د ناروغانو لپاره د درملنې او بیا رغونې د اسانتیاوو زیاتول وو، چې روغتیايي وسایل او مالي امکانات یې محدود دي.
په غونډه کې د برتانیې د ګلاسګو پوهنتون پروفیسر ډاکټر راډ ټېلر، د هند د زړه د ناروغیو مشهور ماهر پروفیسر ډاکټر دېوي پرساد شېټي، پاکستاني الاصله د زړه جراح پروفیسر ډاکټر آصف حسن او د امریکن کالج آف کارډیالوجي پخواني صدر ډاکټر ویلیم اې زغبي د مهمو ویناوالو په توګه ګډون کړی دی.
د غونډې پر مهال پروفیسر ډاکټر آصف حسن ته د زړه د جراحۍ، په ځانګړي ډول د ماشومانو د زړه د پېچلو ناروغیو د علاج په برخه کې د خدماتو په اعتراف درناوی وړاندې شو. نوموړي ته د برتانیې د «پرایډ آف برېټن لایف ټایم اچیومنټ ایوارډ ۲۰۲۶» د ترلاسه کولو په مناسبت د پېښور انسټیټیوټ آف کارډیالوجي له خوا اعزازي شیلډ او د وزیټنګ پروفیسر سرټیفیکیټ هم ورکړل شو.
د پېښور انسټیټیوټ آف کارډیالوجي ډین او چیف ایګزېکټیو پروفیسر ډاکټر سید شاهکار احمد شاه غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې دا د پېښور او پاکستان لپاره یو مهم علمي پرمختګ دی.
د هغه په وینا، د دې ډول نړیوالو غونډو له لارې پاکستاني ډاکټرانو او څېړونکو ته موقع په لاس ورځي چې له نړیوالو ماهرینو سره خپلې تجربې شریکې کړي، ګډ تحقیقات وکړي او د زړه د ناروغیو د علاج له نویو طریقو ځانونه خبر کړي.
نوموړي وویل چې د زړه د ناروغیو په علاج کې د تحقیقاتو پراخول او له نړیوالو ادارو سره همکاري د روغتیايي خدماتو د ښه کولو لپاره ضروري ده. په غونډه کې د زړه د ناروغانو د بیا رغونې، مصنوعي ذهانت، ډیجیټل روغتیا، د نویو درملو او علاج د طریقو د ازموینو او په پاکستان کې د طبي تحقیقاتو د صلاحیتونو د زیاتولو په اړه بېلابېلې علمي ناستې هم وشوې.
د غونډې په پای کې هغو ډاکټرانو او څېړونکو ته سرټیفیکیټونه او اعزازونه ورکړل شول چې غوره تحقیقاتي مقالې یې وړاندې کړې وې. د غونډې انتظامیې هیله څرګنده کړې چې له دې نړیوالې غونډې سره به د پېښور او نورو سیمو د طبي ادارو ترمنځ تحقیقاتي اړیکې پراخې شي او د زړه د ناروغانو د علاج او بیا رغونې د اسانتیاوو په ښه کولو کې به مرسته وکړي.


راني عندلیب