لکي مروت (شال نیوز) : د لکي مروت مرستیال کمېشنر شاهد رفیق ګنډاپور د کمپیوټري ځمکنیو اسنادو د ساتنې د ماډل مرکز رسمي پرانیسته کړې، چې له مخې به یې ښاریانو ته د ځمکو د ملکیت او عوایدو اړوند اسنادو ته د لاسرسي عصري اسانتیاوې برابرې شي.

 

په دې مناسبت مرستیال کمېشنر شاهد رفیق ګنډاپور وویل، چې د دغه ماډل مرکز د جوړولو اساسي موخه د ځمکو د اسنادو ترلاسه کولو پر مهال د خلکو ستونزې هوارول او د پرله‌پسې دفتري تګ راتګ مخنیوی دی.

 

نوموړي زیاته کړه، چې د عصري کمپیوټري اسانتیاوو په برابرولو سره به ښاریان وکولای شي په اسانۍ سره د ځمکو اړوند اسناد او د عوایدو ریکارډ ترلاسه کړي.

 

بلخوا، ښاریانو د دغه مرکز پرانیسته یو مثبت ګام بللی او غوښتنه یې کړې، چې په نورو سیمو کې هم ورته کمپیوټري مرکزونه جوړ شي، څو د ډېرو خلکو ستونزې هوارې او هغوی له دغو عصري اسانتیاوو ګټه پورته کړي.