کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان دوو زړورو خویندو د خپلې مینې، هڅو او هوډ له لارې په سوداګریزه برخه کې د ښځو وړتیاوې ثابتې کړې دي.

 

د کوټې د ارباب روډ په نصیراباد سیمه کې غزاله او رمین په کورني ملاتړ د «ریدا فوډ پواینټ» په نوم د خوړو یو مرکز جوړ کړی، چې پکې دواړه خویندې پخپله خواړه چمتو کوي او ښاریانو ته د کورنیو او دودیزو خوړو خوند وړاندې کوي.

 

غزاله او رمین وايي، د پخلي شوق یې د خپلې مور له مهارت او د هغې د لاسونو له خوند څخه اخیستی دی. د دوی په وینا، کله به چې مور یې په کور کې خواړه تیارول، خلکو به یې ډېر ستاینه کوله او همدې مینې دواړو خویندو ته د خپل کاروبار د پیل انګېزه ورکړه.

 

غزاله وايي، په ټولنه کې د ښځو لپاره له کوره بهر کاروبار پیلول اسانه نه دي او دې کار ته جرئت، حوصله او ټینګه اراده پکار ده. نوموړې زیاته کړه، چې وروڼو او د کورنۍ نورو غړو یې په هر پړاو کې ملاتړ او هڅونه کړې ده.

 

د غزاله په وینا، دوی تر دې وړاندې هم د یوه کال لپاره د کانټ په سیمه کې کاروبار کاوه او وروسته یې په مری آباد کې هم د خوړو مرکز پرانیست.

 

رمین وايي، د دوی د کاروبار اساسي موخه دا ده، چې خلکو ته د رستورانت په چاپېریال کې د کورنیو او دودیزو خوړو خوند وړاندې کړي. دوی غواړي، چې د دوی پخلي شوي خواړه خلک د خپلې مور د لاسونو د پخواني او دودیز خوند احساس ته ورنږدې کړي.

 

د دواړو خویندو په خبره، د ښاریانو او په ځانګړي ډول د ښځو له خوا یې کاروبار له تود هرکلي سره مخ شوی دی. پېرودونکي یې نه یوازې خواړه خوښوي، بلکې د کاروبار د لا ښه کېدو لپاره ورته مشورې هم ورکوي.

 

غزاله نورو ښځو ته پیغام ورکړی، چې که په دندو کې ځانونه هوسا نه احساسوي او د کاروبار لپاره لږې مالي سرچینې یا پانګه لري، نو له کوره هم د کوچني کاروبار پیل کولای شي او پر خپلو پښو درېدای شي.

 

د غزاله او رمین دا هڅه څرګندوي، چې که ښځو ته د کورنۍ ملاتړ او د پرمختګ فرصتونه برابر شي، نو هغوی نه یوازې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کولای شي، بلکې د ټولنې د نورو ښځو لپاره هم د بریا او هڅونې بېلګه جوړېدای شي.