کابل (شال نیوز) : د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي کمېسیون په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د تنظیم، جذب او ملاتړ په موخه د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید کړې ده.

 

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې چې په کې د اقتصادي معاونیت تر مشرۍ لاندې د جوړې شوې کمېټې له لوري د بهرنۍ پانګونې پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هر اړخیزې ارزونې او د کمېسیون د نظرونو له په پام کې نیولو وروسته تایید شوه.

 

د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وینا، د دې پالیسۍ اساسي موخه په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د چارو تنظیم، د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د پانګونې د فرصتونو رامنځته کول او د بهرنۍ پانګونې د خوندیتوب لپاره د مناسب چاپېریال برابرول دي.

 

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پالیسۍ له پلي کېدو سره به د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د بهرنۍ پانګونې د جذب زمینه هم برابره شي. په ورته وخت کې، د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د افغانستان په ګمرکونو کې د سوداګریزو وارداتي شرکتونو لپاره د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم د تایید وړ بلل شوې ده.

 

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، د دې طرحې په پلي کېدو سره به وارداتي سوداګریز شرکتونه له یو شمېر اسانتیاوو برخمن شي؛ خو په خبرپاڼه کې د ثابتې مالیې د کچې، د محاسبې د څرنګوالي او د تطبیق د وخت په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

 

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د بهرنۍ پانګونې د پالیسۍ او د ثابتې مالیې اړوند طرحې د وروستۍ پرېکړې لپاره د طالبانو د مشر دفتر ته لېږل شوې دي.

 

افغانستان په داسې حال کې د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره د نوې پالیسۍ د جوړولو هڅه کوي، چې د سیاسي وضعیت، بانکي محدودیتونو، د نړیوالو بندیزونو، د پانګوالو د حقوقي خوندیتوب او له نړیوال مالي نظام سره د اړیکو ستونزې لا هم د پانګونې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.