کابل (شال نیوز) : د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر پرمهال له سیمهییزو چارواکو او دیني عالمانو سره په لیدنه کې ویلي چې د مسوولیتونو د منلو اصلي موخه باید خلکو ته خدمت کول وي، نه د لوړو مقامونو او مادي امتیازاتو ترلاسه کول.
هغه وايي: “هغه کسان چې په دولتي ادارو کې مسوولیتونه پر غاړه اخلي، باید خپلې دندې د شخصي ګټو، امتیازاتو او مقام ترلاسه کولو لپاره ونه ګڼي، بلکې د خلکو د ستونزو هوارول او د خپلو دندو په ترسره کولو کې اخلاص خپل لومړیتوب وګرځوي.”
حقاني زیاته کړې، هر مسوول باید خپلې شرعي او اداري دندې په اخلاص، صداقت او مسوولیت سره ترسره کړي او د خپلو چارو پر وړاندې بېپروايي او ناغېړي ونه کړي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د مسوولانو په دندو کې ناغېړي او د مسوولیتونو نه پر ځای کول د نظام پر انسجام، اداري نظم او د حکومتولۍ پر وړتیا منفي اغېز کولی شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې د اداري اصلاحاتو، د مسوولانو د کاري وړتیا، حسابورکونې او د دولتي خدماتو د کیفیت په اړه بېلابېلې نیوکې او بحثونه مطرح دي.
د نوموړي په وینا، د دولتي مسوولیتونو ارزښت باید د خلکو د خدمت او د دندو د سم ترسره کولو له مخې وارزول شي، نه د مقام او شخصي امتیازاتو له مخې.


شال نیوز