ریاض (شال نیوز) : د یمن حوثي وسلهوالې ډلې د سعودي عرب پر پلازمېنه ریاض د میزایلو او ډرونونو بریدونه کړي چې له امله یې د سعودي د تېلو دولتي شرکت ارامکو یوې لوړې ودانۍ ته زیان رسېدلی دی. دا پېښه د نومبر په اتمه د ریاض په ملک عبدالله مالي مرکز کې شوې ده.
د سعودي عرب د انرژۍ وزارت ویلي چې د هوايي دفاع له خوا د نسکور کړل شوي میزایل ټوټې د ارامکو پر ودانۍ لګېدلې او لږ زیان یې اړولی دی. د وزارت په وینا، په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د پېښې عیني شاهدان وايي چې د ودانۍ د څو پوړونو ښیښې ماتې شوې او ځینو برخو ته یې د پام وړ زیان رسېدلی دی.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د دوی ځواکونو د ریاض مالي مرکز، د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر، د ارامکو د تېلو زېرمتونونه او په بقیق کې د تېلو تاسیسات په نښه کړي دي.
خو د هوايي ډګر او نورو تاسیساتو د مستقیم لګېدو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې. د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي چې هوايي دفاع یې د ریاض پر لور توغول شوي دوه بالېسټیک میزایل او دوه کروز میزایل نسکور کړي دي.
ائتلاف دا هم ویلي چې په یمن کې یې د حوثیانو د میزایلو د توغولو مرکزونه په نښه کړي دي. دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د سعودي عرب او حوثیانو ترمنځ جګړه یو ځل بیا زیاته شوې او دواړه خواوې پر یو بل د بریدونو تورونه لګوي.
د سعودي عرب او حوثیانو ترمنځ د ۲۰۲۲ کال اوربند په جولای میاشت کې له منځه تللی و او له هغه راهیسې د سعودي پر هوايي ډګرونو، بندرونو او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه زیات شوي دي.


شال نیوز