کابل (شال نیوز) : له ایران څخه راستنې شوې افغانې مېرمنې بيبي هما حکاک په افغانستان کې د څه باندې ۱۰۰زره امریکایي ډالرو په پانګونې د لاس مینځلو د عصري کابینونو د تولید فابریکه جوړه کړې چې د لسګونو کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
دغه فابریکه اوسمهال په میاشت کې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې د لاس مینځلو عصري کابینونه تولیدوي او شاوخوا ۲۰ کسان په کې پر کار بوخت دي.د فابریکې بنسټګره وایي، موخه یې یوازې د یوه سوداګریز فعالیت پیلول نه دي، بلکې غواړي د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا، د وارداتي توکو په کمولو او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې هم ونډه واخلي.
نوموړې زیاته کړې چې د فابریکې د تولیداتو د پراختیا لپاره یې اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي او هڅه کوي خپل محصولات د بازار د اړتیاوو له مخې په ښه کیفیت تولید کړي. ټاکل شوې په راتلونکي یوه کال کې د فابریکې میاشتنی تولید له ۳ زرو څخه تر ۵ زرو کابینونو پورې لوړ شي او د کارکوونکو شمېر یې له ۲۰ څخه ۱۲۰ تنو ته ورسېږي.
په افغانستان کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو ته په پام، د یوې راستنې شوې مېرمنې له لوري د دومره پانګونې او تولیدي فعالیت پیل د ښځو د اقتصادي ونډې او د کورنیو تولیداتو د پراختیا یوه بېلګه بلل کېدای شي.
افغانستان په داسې حال کې د کورنیو تولیداتو د پراختیا هڅې کوي چې د بېکارۍ، بېوزلۍ او د پانګونې د محدودو فرصتونو ستونزې لا هم د هېواد پر اقتصاد سیوری غوړولی دی.


شال نیوز