نورستان (شال نیوز) : د افغانستان د نورستان ولایت د کانونو ریاست وايي، د دغه ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې له بېلابېلو کانونو څخه راایستل شوې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د داوطلبۍ له لارې په ۲۸ میلیونه او ۴۷۵ زره افغانیو پلورل شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په پلورل شوو ډبرو کې بېروج او کنزایټ شامل دي. وزارت ویلي چې له دې پلور څخه د طالبانو د حکومت د رویالټۍ یا دولتي حق ونډه دوه میلیونه، ۸۴۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ ده، چې د ټول پلور لس سلنه جوړوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ادعا کړې چې دا داوطلبي په رڼه پروسه کې ترسره شوې او هدف یې د طبیعي زېرمو ښه مدیریت، د کانونو د استخراج د چارو څارنه او د حکومت د عوایدو زیاتول دي.
وزارت دا نه دي ویلي چې په دې داوطلبۍ کې څومره قیمتي ډبرې پلورل شوې، څو کسانو یا شرکتونو پکې برخه اخیستې او دغه ډبرې کومو سوداګرو پېرلې دي.


شال نیوز