کابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو حکومت د امتحانونو عمومي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۶ هجري لمریز کال د کانکور امتحان سوالونه به د پوهنې وزارت د ۱۳۹۹ کال د تعلیمي نصاب مطابق تیارېږي.

 

د دغې ادارې ویاند ناصر خان شیرزي په یوه خبرتیا کې ویلي چې د دولسم ټولګي هغه فارغان چې غواړي د ۱۴۰۶ کال د کانکور امتحان لپاره نوم لیکنه وکړي، باید د ۱۳۹۹ کال د تعلیمي نصاب مطابق تیاری ونیسي.

 

د نوموړي په وینا، د کانکور ټول سوالونه به د یاد شوي نصاب پر بنیاد جوړېږي او له امیدوارانو غوښتل شوي چې د امتحان لپاره د تیاري پر مهال دغه نصاب په پام کې ونیسي.

 

کانکور په افغانستان کې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو نورو ادارو ته د داخلې لپاره اخیستل کېږي. هر کال زرګونه د دولسم ټولګي فارغان په دغه امتحان کې برخه اخلي. د امتحانونو عمومي ادارې په دې خبرتیا کې د ۱۴۰۶ کال د کانکور د پیل دقیق تاریخ نه دی اعلان کړی.