پېښور (شال نیوز) : پېښور هایکورټ ویلي چې د اظهار ازادي د هر وګړي بنيادي حق دی، خو د دې حق د استعمال پر مهال د نورو خلکو د عزت او شهرت خیال ساتل هم ضروري دي. عدالت ویلي چې د اظهار ازادي چا ته دا اجازه نه ورکوي چې پر نورو خلکو بې بنیاده تورونه ولګوي او د هغوی شهرت ته زیان ورسوي.
د جسټس بابر ستار یو کسیز بنچ دا څرګندونې د صوابۍ د یوه اوسېدونکي افضل خان د اپیل د ردولو پر مهال په خپله شل پاڼې تفصیلي فیصله کې کړې دي. افضل خان د صوابۍ د ضلعي عدالت د هغې فیصلې خلاف اپیل کړی و چې له مخې یې نوموړي ته د بدنامۍ په یوه مقدمه کې د پنځو لکو روپیو د تاوان ورکولو حکم شوی و.
د مقدمې د تفصیلاتو له مخې، افضل خان د صوابۍ ضلعي پولیس افسر او ډپټي کمشنر ته په خپلو درخواستونو کې پر عادل نواز او پنځو نورو کسانو تور لګولی و چې هغوی د ځمکو د قبضه کوونکو له یوې ډلې سره تعلق لري او پر هغه هدیره یې قبضه کړې چې د ده د کورنۍ د مشرانو قبرونه پکې دي.
د تورونو سره مخ کسانو دغه الزامونه رد کړي وو او د افضل خان خلاف یې د بدنامۍ مقدمه درج کړې وه.
هغوی عدالت ته ویلي وو چې افضل خان پرې دروغ تورونه لګولي او د هغوی عزت او شهرت ته یې زیان رسولی دی.
د صوابۍ ضلعي عدالت د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۵مه د مقدمې فیصله د درخواست کوونکو په حق کې کړې وه او افضل خان ته یې حکم کړی و چې هغوی ته دې په ګډه پنځه لکه روپۍ تاوان ورکړي.
افضل خان دغه فیصله په پېښور هایکورټ کې چېلنج کړې وه، خو هایکورټ د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۲مه د هغه اپیل رد کړ او د ضلعي عدالت فیصله یې پر ځای وساتله. عدالت په خپله تفصیلي فیصله کې ویلي چې د پاکستان د ایین ۱۹مه ماده وګړو ته د اظهار د ازادۍ حق ورکوي، خو دغه حق د قانوني پابندیو تابع دی.
د فیصلې له مخې، د ایین ۱۴مه ماده د هر وګړي د عزت او وقار ساتنه کوي، په داسې حال کې چې څلورمه ماده د قانون خلاف د چا ژوند، ازادۍ، عزت، شهرت او جایداد ته د زیان رسولو مخه نیسي.
عدالت ویلي چې د ۲۰۰۲ کال د بدنامۍ قانون له مخې، که یو څوک د بل چا په اړه داسې دروغ بیان خپور کړي چې د هغه شهرت خراب کړي، نو د قانوني کارروایۍ سره مخ کېدای شي.
هایکورټ دا مهمه قانوني پوښتنه هم څېړلې چې ایا پولیسو یا ضلعي انتظامیې ته په لیکلي درخواست کې پر چا تور لګول د بدنامۍ د قانون له مخې د بیان خپرول ګڼل کېږي او که نه.
عدالت ویلي چې د قانون له مخې، که د یوه کس په اړه تور یا بیان له هغه پرته بل یوه کس ته هم ورسول شي، نو دا د بیان د خپرولو په معنا دی. د دې قانوني وضاحت له مخې، پولیسو یا ضلعي انتظامیې ته په درخواست کې د چا په اړه د بدنامۍ تورونه لګول هم د قانون تر دایرې لاندې راتلای شي.
د مقدمې پر مهال د درخواست کوونکو وکیل محمد عارف عدالت ته ویلي وو چې د هغه موکلان په ټولنه کې د عزت خاوندان دي او په ټولنیزو، سیاسي او مسلکي چارو کې برخه اخلي. د وکیل په وینا، د افضل خان له خوا د هغوی په اړه لګول شوي تورونه د پولیسو او ضلعي انتظامیې په پلټنو کې ناسم ثابت شوي وو.
عدالت په خپله فیصله کې ویلي چې پر یوه کس د ځمکو د قبضه کولو او د هدیرې د نیولو تور لګول یوازې شخصي نظر نه دی، بلکې دا د جرم تور دی چې د یوه کس شهرت ته زیان رسولای شي.
هایکورټ ویلي چې افضل خان د خپلو تورونو د رښتیا ثابتولو لپاره کافي ثبوتونه وړاندې نه کړل او نه یې د قانون له مخې د خپلې دفاع لپاره لازم دلیلونه ثابت کړل. عدالت دا هم ویلي چې ضلعي عدالت د تاوان د اندازې په ټاکلو کې له نرمۍ کار اخیستی او په فیصله کې د مداخلې ضرورت نه لیدل کېږي.
د جسټس بابر ستار په دغه فیصله کې ټینګار شوی چې د اظهار ازادي او د خلکو د عزت ساتنه دواړه قانوني حقونه دي او د یوه حق د استعمال پر مهال د بل حق خیال ساتل ضروري دي.
دغه فیصله د بدنامۍ د قانون د عملي کېدو په اړه هم اهمیت لري، ځکه عدالت روښانه کړې چې یوازې په رسنیو یا سوشل میډیا کې نه، بلکې په رسمي درخواستونو کې هم بې ثبوته او د شهرت زیانمنوونکي تورونه د قانوني کارروایۍ سبب کېدای شي.


شال نیوز