هنګو (شال نیوز) : وسله والې ډلې اتحاد المجاهدین پاکستان د هنګو ضلعې د شاه الماس پیر زیارت پر پولیس پوسته د برید ذمه واري منلې ده. په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی او درې نور تښتول شوي دي.

 

د اتحاد المجاهدین پاکستان له خوا د نومبر په نهمه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغې ډلې وسله والو د نومبر په اتمه د شپې شاوخوا ۱۱:۴۵ بجې د شاه الماس پیر په سیمه کې پر پولیس پوسته برید کړی او پوسته یې نیولې وه.

 

په اعلامیه کې ادعا شوې چې وسله والو د برید پر مهال یو پولیس وژلی او درې نور یې ژوندي نیولي دي. د هنګو د پولیسو مشر (ډي پي او) صلاح الدین کنډي هم په برید کې د کانسټېبل فیروز علي وژل کېدل او د دریو نورو پولیسو تښتول کېدل تایید کړي دي.

 

د هغه په وینا، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له وسله والو سره یې ډزې تبادله شوې دي. پولیسو له کارروایۍ وروسته د شاه الماس پیر زیارت پولیس پوسته بېرته په خپل کنټرول کې اخستې ده.

 

پولیس وايي، برید کوونکو تښتول شوي اهلکار د سمانې غرونو د خانانو کوټه سیمې ته بیولي دي. بلخوا، اتحاد المجاهدین پاکستان په خپله اعلامیه کې ادعا کړې چې د برید پر مهال یې له پولیس پوستې یو دروند ماشین ګن، یو پیکا، یو سنایپر ټوپک، دوه جي تري ټوپکونه، پنځه کلاشینکوفونه، ۱۵ میګزینونه او دوه د مهماتو بکسونه ترلاسه کړي دي.

 

د دغو وسلو عکسونه هم د ډلې له خوا خپاره شوي، خو شال نیوز په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې دا ټولې وسلې له یادې پولیس پوستې وړل شوې دي. د هنګو پولیسو تر اوسه د وسله والې ډلې د وسلو د نیولو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

 

د هنګو ډي پي او صلاح الدین کنډي ویلي چې د تښتول شویو پولیسو د راخوشې کولو او د برید کوونکو د نیولو لپاره سرچ عملیات روان دي. په برید کې د وژل شوي کانسټېبل فیروز علي د جنازې لمونځ د هنګو په پولیس لاین کې په سرکاري اعزاز ادا شوی دی. په جنازه کې د پولیسو او پوځ لوړپوړو افسرانو ګډون کړی دی.

 

د جنازې له لمانځه وروسته د فیروز علي مړی د هغه پلرني کلي ابراهیم زو ته لېږل شوی دی. تر اوسه د تښتول شویو دریو پولیسو د راخوشې کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.