کابل (شال نیوز) : د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د روان لمریز کال له پیل راهیسې په تېرو اتو میاشتو کې د ۱۶ کروړه او ۹۰ لکه افغانۍ په ارزښت زمرد په کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د پنجشیر د کانونو او پټرولیم محکمې مشر مولوي محمد قاسم امیري ویلي چې په دې موده کې ټول ۸۷ زره او ۹۴۶ قیراطه زمرد پلورل شوي او له دې لارې د حکومت خزانې ته هم په لکونو افغانۍ آمدن ترلاسه شوی دی.
د نوموړي په وینا، د پنجشیر زمرد د نړۍ له قیمتي ډبرو څخه دي او کورني او بهرني سوداګر یې اخیستو ته لېوالتیا لري. د طالبانو د کانونو محکمې تر اوسه دا نه دي ویلي چې له دغو زمردو څخه حکومت ته په کره توګه څومره آمدن ترلاسه شوی او څومره برخه یې د کانونو خاوندانو او سوداګرو ته رسېدلې ده.
دا معلومات د طالبانو تر واک لاندې الاماره رسنۍ خپاره کړي او شال نیوز یې په خپلواکه توګه پخلی نه دی کړی.


شال نیوز